لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
پدې خاطر چي مثبت سياست د اسلامي شريعت جزء دی او په اسلامي تحکيم کي سياست ډېر فعال او لوړ رول لري علماء بايد هيڅ وخت د سياسي ډګر څخه ليري نه وي البته هغه سياست چي شرعا موږ ورته سياست ويلای سو او د اسلامي اساساتو سره هيڅ په ټکر کي نه وي.
خو زما په آند کوم څوک چي د عالم په صفت سياسي حلقې ته داخليږي بايد لاندي موارد په نظر کي ونيسي کنه نو د خپل علم سره به د کاذب سياست قرباني سي او ددنيا او آخرت رسوايي به يې په برخه سي:
عالم هيڅ وخت مثبت سياست د اسلام څخه جدا نه بولي.
عالم هيڅ وخت په منفي سياست کي د چا پسې نه ځي.
عالم هيڅ وخت په افواهاتو او شائعاتو باندي خپل سياسي تګلوری نه بدلوي.
عالم هيڅ وخت د سيمي، قوم، وطن، ګوند، ژبي او انډيوالۍ پر بنياد د چا سياسي ملاتړ نکوي.
عالم هيڅ وخت د سياسي موخو لپاره د مسلمانانو د ټولۍ څخه نه وځي.
عالم هيڅ وخت په پټو سترګو سياسي تحليل او فيصله نه کوي.
عالم هيڅ وخت په سياسي تګلاره کي د درواغجنو رسنيو څخه تقليد نه کوي.
عالم هيڅ وخت په سياسي برخليک کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم او صحابه وو طرز العمل نه هېروي.
عالم هيڅ وخت خپل سياسي استقلال له پامه نه غورځوي.
عالم هيڅ وخت مسلمانانو ته د سياسي ويښتابه د درس ورکولو څخه نه ستړی کيږي.
عالم هيڅ وخت په مجهول الهويته سياست کي دخالت نه کوي.
عالم هيڅ وخت د نفسي غوښتنو پر بنياد او لنډمهاله جذباتو پر اساس سياسي قدم نه اخلي.
www.taleemulislam.net