رالېږونکی: محمد حنیف مبین
کله چي امیر د اهل شوری له طرفه انتخاب او د هغه سره بيعت وکړي او د هغه امامت د خلګو د عام بيعت وروسته ثابت شي، ډير مسؤليتونه يې پر غاړه پرېوزي چي بايد په اداء کولو يې اقدام وکړي او د نيمګړتيا په صورت کي د پوښتني وړ ګرځي او ددې مسؤليتونو په مقابل کي پر ټول امت باندي ځيني حقوق لري او تر څو چي خپل مسؤليتونه په سمه توګه اداء کوي او په سرته رسولو يې سستي نه کوي اسلامي امت هم بايد د هغه حقوق مراعت کړي.
د اسلامي امير مسؤليتونه په لاندي ډول دي:
ټول هغه مسؤليتونه چي امام ته متوجه کيږي په دوو کلي موضوعاتو کي را لنډولای سو:
۱: د اسلام قائمول
۲: د شرعي لخوا په ټاکلو حدودو کي د دولت د چارو اداره کول.
... اسلام پر مسلمانانو شوری فرض ګرځولې ده او د حکومت مسؤلين يې مکلف کړي دي تر څو تر لاس لاندي وګړو سره په ټولو غيرمنصوصي چارو کي مشوره وکړي، د هغوی نظرونه ومني او د هغوی څخه د زياتو د رائي مطابق عمل وکړي.
فقهاوو د امام مسؤليتونه په لاندي لسو چارو کي توضيح کړي دي البته نور تفصيل يې هم ورکړی دی:
۱- د دين څخه حفاظت د هغو اصولو سره سم چي ددې امت سلفو ور باندي اجماع کړې ده او د ننۍ ورځي په تعبير سره په سمه توګه د دين قايمول.
۲- د اسلامي احکامو عملي کول او اعلانول، د جګړه کوونکو خواوو ترمنځ د مشاجرې او اختلاف قطع کول يعني د خلګو ترمنځ د عدل قايمول او د احکامو نافذول.
۳- د عمومي لارو ساتنه او حفاظت، د عامه امنيت راوستل ترڅو خلګ وکولای سي خپل ژوند په ارامۍ سره تير کړي او په راحت سره په خپل کسب او کار کي بوخت وي او په پوره ډاډمنتيا خپل سفرونه ترسره کړي يعني د داخلي امنيت راوستل.
۴- د حدودو قايمول او پر جرم کوونکو باندي د سزاګانو تطبيق ترڅو د الله تعالی جل جلاله لخوا حرام شوي شيان د تيري لامل ونه ګرځي او د خلګو حقوق له تلف کېدو څخه وساتل شي يعني د عقوباتو تنفيذ، مجازات، حدود او قصاص.
۵- د سرحداتو ساتنه او د دفاعي ځواکنو تقويه کول د اړتيا وړ وسايلو سره ترڅو دښمن ونه سي کولای چي د کمزورۍ څخه په ګټه اخيستنه يا پولو ته د پاملرني له امله د مسلمانانو مځکو ته راننوځي، په اسلامي نواميسو او محرماتو کي لاسوهنه وکړي، د مسلمانانو او ذميانو ويني توی کړي يعني د مسلمانانو د سيمي او مځکو ساتنه کول او د بهرنۍ خطرونو څخه حفاظت، په کافي وسايلو او امکاناتو او پرلپسې تياري سره.
۶- د اسلام دښمنانو او معاندينو ته بلنه او دعوت تردې چي مسلمانان سي او يا دا چي د مسلمانانو په ذمه کي داخل سي.
۷- د غنيمتونو راټولول، د اسلام د دښمنانو سره جهاد کول، د بلني څخه وروسته خراج، محاسبه او د زکات اخيستل او ټول فرضي صدقات او د بيت المال د ملکيت اموال د شرعي احکامو سره سم پرته له ظلم او جبر څخه او په عين حال کي پرته له بې پروايي، لټۍ او غفلت څخه راټولول.
۸- د بيت المال څخه د مستحقينو د معاشاتو د اندازې ټاکل او پرته له اسراف څخه کموالي او پرته له تقديم او تاخير څخه اداء کول.
۹- په دولتي پوستونو د امانت داره او باکفايته افرادو ټاکل او په مهمو دولتي چوکيو څارنه کول.
۱۰- د خليفه له طرفه په مستقيم ډول د چارو اداره او بررسي کول او د حکومتي ارګانونو او دستګاوو د اواضاعو احوال کشفول ترڅو د امت اداره په سم او منظم ډول جريان ومومي، فعاليت وکړي او د امت کامل او شامل حفاظت صورت ونيسي. دا هغه موارد دي چي د خليفه مسؤليتونه په مشخص ډول په نښه کوي.
که په غور سره وګورو دغه موارد د هغو دوو امورو لاندي چي مخکي مو يادونه وکړه داخل دي يعني ( د دين قايمول او د دولت اداره د ديني احکامو د لارښوونو سره سم).
ماخذ: اسلام د فطرت دین دی
اوس نو پورته مسؤلیتونو ته وګوری او د نن ورځي د هغو امیرانو کړنو ته پام وکړی چي پر اسلامي هیوادونو حاکم کړل سوي دي.