چي خپل الله جل جلا له دې وپېژانده او د هغه په وړاندي دي د بندګۍ سر کښته کړ؛ نو نېکمرغي، خير او برکت ټول ستا په ځولۍ کي در پرېوتل، که څه هم ته په کومه جونګړه او کوډۍ کي استوګنه ولرې؛ خو د سر غړونې په صورت کې که په ماڼيو کې اوسېږې؛ خو پر دې باوري سه، چي ستا پايله په ډېره ترخه وي، ځکه چي تا لا تر اوسه پورې د نېکمرغۍ کيلي لاس ته نه ده راوړې.