د حیره فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حِيره چي د ډيرو پخوانيو وختو څخه د عراقي عربو پايتخت ؤ د کوفې څخه درې ميله ليري ده او و نجف ته نژدې واقع ده.
اوس خالد(رض) غواړي چي حيره ته ولاړ سي او که حِيره ته پر وچه لار او پر پښو ځي لار يې ډيره ليري ده او هغه نژدې لار دا ده چي تر نهرِ فُرات ور واوړي، نو د نهرِ فُرات د پوري وتلو يا اوښتلو دپاره مسلمانان په هغو کښتيو کي سپاره سوه چي د دغې منطقې د خلکو څخه يې په غنيمت کي اخستي وې او د حيره و طرف ته يې حرکت وکړى، هلته د حيره عرب د خالد(رض) په دغه نيت او حرکت خبر سوه، د حيره د عربو سره يوه طريقه موجوده وه چي د فُرات اوبه به يې په نورو ولو کي څو ځايه و وېشلې يا ايله کړې او دلته به د فُرات اوبه دومره لږ سوې چي کښتۍ به نه سواى پکښي تلاى، نو د حِيره عربو د فُرات اوبه په نورو ولو کي ايله کړې، او دلته د مسلمانانو کښتۍ د مځکي و طرف ته کښته کېدې او په اوبو کي نه سواى تلاى، نو مسلمانان مجبوره سوه د کښتيو څخه کښته سوه او دغه بحري سفر يې نه کړى پوره، چي په دې طريقه سره و حيره ته د مسلمانانو رسېدل و ځنډېده او پر وچه لار پر پښو يا پياده ور رهي سوه، په دغه موده کي هلته په حيره کي د فارسيانو له طرفه د حيره حاکم او قائد چي مُرزُبان نومېدى (مُرزُبان په خپله د فارس او فارسي ؤ او د عربو د منطقې والي ؤ) دغه مُرزُبان هلته په حيره کي عرب او فارسيان سره راټول کړه يو لوى لښکر يې جوړ کړى، غواړي چي د حيره څخه په جنګ او لښکر دفاع وکي، دلته بيا خالد(رض) د اسلامي لښکره سره پياده ور رهي دى.
اوس نو حيره په جغرافيايي لحاظ يو ښار يا يوه منطقه او قلاوي نه وه، بلکه حيره قصرونه وه، يو لوى قصر دلته، بل قصر هلته او بل هوري، يو د بل څخه ليري او پاشلي قصرونه وه، او د هر قصر دفاع او ساتنه لښکر کوي، خالد(رض) چي را ورسېدى اول يې په هغه قصر شروع وکړه چي هلته په خپله مُرزُبان اوسېدى، خو تر جنګ دمخه يې اول مُرزُبان و اسلام ته را وبلى، هغه انکار وکړى اسلام يې نه قبلاوه، نو خالد(رض) امر وکى چي اول دغه د مرزُبان پر قصر حمله وکى، حمله شروع سوه، مُرزُبان چي د مسلمانانو جنګ او شجاعت وليدى، داسي جنګ يې تر اوسه نه ؤ ليدلى، هر مسلمان غواړي چي تر هغه بل دمخه د مرګ و ځاى ته ځان ورسوي، مُرزُبان مجبوره سو خالد(رض) ته يې د صلحي دپاره نفر ور ولېږى صلحه غواړي، خالد(رض) هم پر صلحه موافقه ور سره وکړه، او صلحه پر جِزيه وسوه، نو هغه عرب او فارسيان چي په دغه منطقه کي اوسېده هغه به مسلمانانو ته جزيه ورکوي او د اسلام د حکم تابع به وي، او جزيه هم ډيره زياته جزيه وه چي تر يوه مليون درهمه زياتېده، چي دغه جزيه د مسلمانانو د اقتصاد دپاره لوى قوت او طاقت جوړ سو، د دغي منطقې خلک چي شا وخوا اوسېده که فارسيان وه که عرب د دغه خبر په اورېدلو سره ډير وبېرېدل، نو يې خالد(رض) ته ډيري لويي لويي هديې را لېږلې، خالد(رض) چي د اول وار دپاره دغه لويي لويي هديې وليدې، نو يې هديې د جزيې سره يو ځاى کړې او ابوبکر الصّدِّیق(رض) ته يې ور ولېږلې.
اوس چي ټوله حيره پوره تسليم سوه او د شا و خوا پاته خلکو چي د حِيره د تسليمېدلو خبر اورېدى، نو هغه نوري پاته منطقې چي تر حيره وروسته وې ټولي يوه په بله پسي و مسلمانانو ته تسليميږي او جزيه ورکوي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net