تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د برما د مسلمانانو قضیه په مختصر ډول
  تعلیم الاسلام
  September 15, 2017
  0
لیکنه: دكتور عمر عبد الكافي / ژباړه: شکرالله رسولي
 
     اراکان یو مستقل دولت ؤ ، درې میلونه مسلمانان پکښي اوسیدل، برما چي د اراکان همسایه هیواد ؤ او اکثریت اوسیدونکي یې بودایان وه اسلام پکښي د نشر په حال کښي ؤ، په کال ۱۷۸۴ میلادي کښي یعني ۲۳۳ کاله مخکي بودایانو د مسلمانانو سره په اراکان کي جنګ شروع کړ، مسلمانان یې قتل کړل، او ډېر سخت چلند یې ورسره وکړ، بودایانو  اراکان چي د مسلمانانو هیواد ؤ د برما سره یې په زور یوځای کړ، او نوم یې و (مینمار) ته واړوی، وروسته بیا  اراکان د بورما یوه برخه وګرځیده، مخکي مسلمانان په یو مستقل او خپلواک دولت کي اوسیدل خو اوس د برما اقلیت (لږکي) وګرځیدل، ( چي شمیر یې د ۳ میلونه څخه تر ۴ میلونو پوري رسیږي) خو اغلبیت او اکثریت د بودایانو دی ځکه شمیر یې (۵۰) ملیونه بودایانو ته رسیږي.
 
     مسلمانانو په برما کي د ځان لپاره خپل کلې او کورونه جوړل کړل، هلته به اوسیدل او تجارت به يې کاوه، او پخپلو کلیو کښي یې مسجدونه او د دعوت لپاره مرکزونه جوړ کړي وه، هر وخت به برمایې بودایانو د مسلمانانو پر کلیو حملې کولي تر څو د کلیو څخه یې وباسي.
 
     
څه وخت مخکي بودایانو پر مسلمانانو قصابي کول، د داعیانو یوه مجموعه چي حافظان هم وه، د مسلمانانو کلیو ته به ورتلل هغو ته به یې دین ورزده کوی، د الله و طرف ته به یې خلګ رابلل، بودایانو د داعیانو پر دې ډلې باندي حمله وکړه، وهل او قتلول يې پکښي شروع کړل، په بدنونو کښي به یې چړې وریخولې، بیا به یې د دوی څخه د یوه ژبه وتړل او د حلق څخه به یې په راکشولو را ویستل، دا هر څه پدې خاطر چي دوی اسلامي دعوت کوي او خلګ د الله و طرف ته رابلي. 
 
     پر دې سربیره به یې داعیان یو په بل پسي په چړو وهل، لاسونه او پښې به یې په ژوندون ور پرې کول، په اخیر کښي مسلمانان مجبوره سول تر څو د خپلو علماؤ او داعیانو څخه دفاع وکړي.
 
     نو په دې اساس بودایانو د مسلمانانو کلي یو په بل پسي ور سوځول، چي په نتیجه کښي (۲۶۰۰) کورونه وسوځول سول، څوک پکښي مړه سول او څوک وتښتیدل، پدې اساس (۹۰) زره مسلمانان د وچي او بحر له لاري له خپلو کلیو ووتل.
 
     تر اوسه حلالول او قتل همداسي روان دي، مسلمانان به د چړو تر څوکو لاندي وه او بودایانو به د دوی پر انجونو، لوړڼو، خویندو او ښځو داسي تیری کاوه چي تر مرګ تر حاله به یې ورسولې!
 
زموږ غیرت ولي ورک سوی..؟!
موږ د ځان سره دا وایو چي زما څه په وس کي سته؟؟
 
اوس پر تا دوه شیان فرض دي:
اول: دا چي دعاء به ورته وکړئ.
دوهم: د دوی مشکل او کړاو خپور کړه، تر څو تر نورو واک لرونکو خلګو ورسیږي... همدا د ایمان ضعیفترینه درجه ده.
 
تر دې لیکني وروسته باید مسلمانان خپل وسع ونه سپموي!
 
حسبنا الله ونعم الوكيل.
الله تعالی زموږ کافي دی او هغه ډېره ښه کارساز دی.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته