رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ (چي د ښځو سره به ښه سلوک کوئ) ځکه ښځي د پښتۍ څخه پیدا سوی دي او په پښتیو کي تر ټولو زیاته کږه لوړه پښتۍ ده نو که ته دا (کږه پښتۍ) سيده کوې نو ماتوې به يې او که يې پر (همدغه حالت) پرېږدې نو کوږوالی پکښې دی نو تاسو د ښځو په اړه زما توصيه قبوله کړئ (چي ښه ګذاره به ورسره کوئ). متفق عليه