نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي درې کسان داسي دي چي د هغو لمونځ د هغو د سرو څخه د لویشت په اندازه هم نه پورته کیږي (نه قبلیږي) یو هغه شخص چي د یوه قوم امام وي او هغه قوم (د دیني امورو په خاطر) دده څخه ناخوښه وي او هغه ښځه چي شپه داسي تېره کړي چي خاوند يې ځیني ناراضه وي او هغه دوه وروڼه چي په خپل منځ کي خوابدي وي. رواه ابن ماجه