د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
فتوا: د کوروالا سره د شا لخوا کوروالي...
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۷۳)
نوم: احمدالله
سوال : ایا د خپلي کور والا سره د شا له طرفه کورالي کول په اسلام کښي جايز دي؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
د هري خوا څخه چي څوک خپلي مېرمني ته راځي خو د اولاد ځای ته به راځي او دا رواه دی (۱)، نه دا چي د شا په خوا کي بدفعلي وکړي، هغه حرام دی. (۲)
د یهودیانو دا عقیدوه چي څوک و خپلي ښځي ته د شا له خوا راسي نو اولاد به يې چپک وي. الله جل جلاله د دوی دغه عقیده په دې ایت مبارک سره رد کړه: نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ...(بقرة، ایت ۲۲۳)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " ملعون من أتى امرأته في دبرها " مشکوة، کتاب النکاح في مباشرة النساء
(۲):أقبل وأدبر واتق الدبر والحيضة. مشکاة المصابيح، باب المباشرة
یادونه: په دې اړه یو حدیث شریف او دوې نوري فتواوي هم کتلای سی: