تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۱۳)
نوم: انوار الحق
سوال : زموږ په حنیفی مذهب کی ولی موږ نارینه لاسونه تر نامه لاندی او ښځی پر سینه ایږدی،، او نور مذهبو ولا زموږ سره فرق لری؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
په لمانځه کي د لاسو نيولو په اړه احاديث مختلف راغلي دي، تر نامه لوړ او تر نامه کښته. احناف وايي چي کوم احاديث په دې باره کي راغلي دي هغه په درجه کي سره برابر دي، يو پر بل قوت نه لري، نو موږ قياس ته رجوع کړې ده، په عرف کي د ادب ولاړه دا ده چي لاسونه پر نامه يا لاندي تر نامه ونيسي، نو موږ په هغه احاديث عمل کوو چي په هغو کي لاسونه تر نامه لاندي نيول کيږي.(۱)
او ښځه او نر لکه څنګه چي د دوی په تخليق او طبيعت کي فرق سته په احکامو کي هم دوی فرق سره لري. د ښځي لپاره په لمانځه کي هغه احکام وضع سوي دي چي هغه د دې لپاره ستر او پټونکي دي نو ځکه لاس پر سینه نيول د ښځي لپاره زیات ستر پټونکي دي په نسبت و هغه ته چي تر نامه لاندي يې ونيسي.
جواب : مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن علقمة بن وائل ابن حجر عن ابیه قال: رایت رسول الله صلی الله علیه وسلم يَضَعُ يَمِينَهُ عَلَى شِمَالِهِ فِي الصَّلاَةِ تَحْتَ السُّرَّةِ. وکذا عن ابي معشر عن ابراهیم وکذا في روایة عن الحجاج بن حسان و في روایة عن علي قال: مِنْ سُنَّةِ الصَّلاَةِ وَضْعُ الأَيْدِي عَلَى الأَيْدِي تَحْتَ السُّرَرِ. مصنف ابن ابي شیبة، ج۱، ص۳۹۱- ادارة القران کراچي، فتاوی دارالعلوم زکریا، ج۲، ص۱۲۲