تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د وطن پرست کلمه ویل څنګه ده؟
 
  December 6, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره :(۲۶۲)

نوم: محمد عارف
 
د اوسيدو ځای: کابل     
 
 
سوال : داخو د هر مسلمان دنده ده چی له وطن سره مینه،دوستی،دفاع او خدمت یی وکړی.خو ځین کسان داسی وایی چی.فلانی داسی وطن پرست،میهن پرست یا وطن پال دی .نو زما پوښته هم دا د پرست په کلیمه کی دی چی د شریعت له نظره څنګه ده؟

جواب : د پرست کلمه د عبادت او بندګي کوونکي په معنی هم راځي، او د محبت کوونکي، مینه پال،خدمتګار او غلام په معنی هم راځي.(۱) 

زموږ په پښتني ټولنه کي په دواړو معناګانو سره استعمالیږي ، یعني کله چي یو څوک ووايي چي فلانکی خداپرست یا بت پرست دی ، نو معنی یې د عبادت او بندګۍ کولو ده.
او کله چي وویل سي چي فلانکی وطن پرست دی نو معنی يې د محبت او خدمتګار ده نه د عبادت او بندګي. نو ددغي کلمې په ویلو کي څه حرج او مشکل نسته ځکه څوک چي چا ته د وطن پرست ووايي ددې معنی دا نه ده چي العیاذ بالله دی نو د وطن عبادت او بندګي کوي او په خدایی ورته عقیده لري ، بلکه معنی یې داده چي دغه نفر د وطن خدمتګار دی.

 والله اعلم

جواب: مولوي سيد عبد الباري 
کتنه: مولوی عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):فرهنګ عمید ،ص۳۲۳،تهران

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته