په دنيا كې د ګناه زيانونه
رالیږونکی: صبغت الله صميمي
ـــ له علمه بې برخې كېدل
ـــ د رزق كموالى
ـــ د الله پاك له يادولو غافله كېدل چې په ياد سره يې زړونه ډاډ ترلاسه كوي
ــ د نېكو خلكو له خبرو او مشورو نه لر ي كېدل
ـــ په زياتره كارونوكي ستونزي پيدا كېدل
ـــ دپاك زړه له لاسه وركول
ـــ د بدن كمزورى كېدل
ـــ دعمر كمېدل
ـــ د توبې اېستلو نعمت له لاسه وركول
ـــ د الله پاك په وړاندي شرمېدل
ـــ نورو خلكوته د زيان رسولو له امله پرې د خلكو بد ويل
ـــ د عقل او ذهن كمزوري كېدل
ـــ د شك او شبهاتو زياتېدل
ـــ دملايكو له دعاوو بې برخي كېدل
ـــ شرم او غيرت له لاسه وركول
ــــ له زړه څخه د الله پاك د لويي وتل
ـــ دنعمتونو كمېدل
ـــ دغمونواو ستونزو زياتېدل
ـــ پر انسان دشيطان زورور كېدل
ـــ زړه پرېشانه او لالهانده كېدل
ـــ د مرګ په وخت كې د كلمې ويلو څخه بې برخي كېدل
ـــ دخداى له رحمت څخه ناهيلي كېدل اوله امله يې له توبې پرته له دنيا څخه تلل
د حکیم الامت مولانا اشرف علي التهانوي رحمة الله عليه د مشهور کتاب بهشتي زیور څخه