تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حافظ ابن حجر رحمة الله عليه په منبهات کي ليکي:
- يو وار نبي صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما درې شيان خوښ دي:
خوشبويي.
ښځي (د خپلو بيبيانو سره مينه).
او زما د سترګو يخوالى لمونځ دئ.
- د رسول الله عليه السلام په حضور کي څو اصحابان ناست وه. ابو بکر صديق رضي الله عنه وفرمايل: تاسو رښتيا وويل زما هم درې شيان خوښېږي:
ستاسو مخ ته کتل.
خپل مال تاسو ته درکول.
او دا چي زما لور ستا په نکاح کښي ده.
- حضرت عمر رضي الله عنه وفرمايل: رښتيا زما هم درې شيان خوښېږي:
امر باالمعروف.
نهي عن المنکر (يعني په ښو کارونو باندي امر کول او د بدو کارو څخه منعه کول).
او زړه جامه.
- حضرت عثمان رضي الله عنه وفرمايل: تاسو رښتيا وويل، زما هم درې شيان خوښېږي:
وږى مړول.
لوڅ ته جامه ورکول.
او د قرانکريم تلاوت.
- حضرت علي رضي الله عنه وفرمايل: تاسو رښتيا وويل، زما هم درې شيان خوښېږي:
د مېلمنو خدمت کول.
په ګرمۍ کي روژه نيول.
پر دښمن باندي توره چلول.
- په دغه حالت کښي جبراييل عليه السلام راغلى او وې ويل: زه الله جل جلاله رالېږلى يم که زه (جبراييل عليه السلام ) په تاسو دنياوالو کي واى نو څه شي به مي خوښ واى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: وښيه! جبراييل عليه السلام وفرمايل:
و لار ورکي ته لاره ښودل.
د غريب عبادت کونکي سره محبت کول.
د عيال داره مسکين سره مرسته کول.
- او د الله جل جلاله د خپلو بندګانو درې شيان خوښ دي:
د توان سره برابر د الله جل جلاله په لاره کي مصرف (په سر وي او که په مال سره وي).
د ګناه د پښېمانتيا په وخت کي ژړا کول.
په لوږه باندي صبر کول.
حافظ ابن قيم رحمة الله عليه په زاد الميعاد کي ليکي: لمونځ رزق راپورته کوي، صحت ساتي، مرضونه ليري کوي، زړه ته قوت ورکوي، مخ ښايسته او روښانه کوي، بدن ته خوشالي ورکوي، په غړو کي تازګي پيدا کوي، سستيا ليري کوي، د سينې د پراخوالي سبب ګرځي، د روح خوراک دئ، زړه روښانه کوي، د الله جل جلاله د انعام ساتونکى دئ، د الله جل جلاله د عذاب څخه د ساتلو سبب دئ، شيطان ليري کوي، د رحمان سره د نژدېوالي سبب دئ. لنډه داچي د روح او بدن په حفاظت کي لمونځ زياته اغيزه لري او د دواړو ساتنه کوي همدا ډول د دواړو جهانو د ګټو په لاسته راوړلو کي او د دواړو جهانو د تاوانو څخه په ساتنه کي زيات خصوصيت لري.
ماخذ: فضائل اعمال، کندهارۍ پښتو