تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ اوسنۍ زمانه د فتنو څخه ده!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 18, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(اته لسمه برخه)

 

اوسنۍ زمانه د فتنو څخه ده!


زما مسلمانو خویندو او وروڼو! موږ په یوه داسي پېړۍ کي ژوند کوو، چي فتنې زیاتي او سختۍ بېلا بېلي دي. ملګري کم او دښمنان ډول - ډول زیات سوي، ډېری مسلمانان په خوښیو کي سرګردانه او په شهوتونو کي ډوب او د نجات په لټه کي یو وار یو لوري، بیا بل لوري ته ځي او د داسي یو څه په لټه کي دي چي پناه ورته یوسي او لږ د آرامۍ ساه واخلي. که غواړو چي ځان او نورو مسلمانانو ته مو خوښي او خیر ور رسولی وي، نو که څوک اضافه پیسې لري، هغه چا ته ورکړي، چي هیڅ نه لري او څوک چي زیات خواړه لري، باید هغه چا ته یې ورکړي چي د خوړولو له پاره یوه ګوله ډوډۍ نه لري. هر هغه څوک چي علم لري، باید هغه چا ته یې ور زده کړي، چي نه پوهېږي او د چا په زړه کي چي د الله وېره وي، هغه چا ته دې بیان کړي چي تل د غفلت په خوب ویره وي، ځکه کېدای سي دا کار ستا لاره جنت ته خلاصه کړي او ټولو هغو کسانو ته بخښنه وکړئ، چي تا ته یې یو ډول نه یو ډول ضرر او تاوان در رسولی وي، چي په خپل دې عمل سره به دي د شیطان پر مخ د مایوسۍ څپېړه وهلې وي او کله چي پر شیطان یو بنده بریالی سي، دا لویه لاسته راوړنه ده.


یوه ورځ له مسجد څخه را ووتلم، یو ځوان مي ولیدی، چي د ګناهونو نښي یې له ورایه په څېره کي لیدل کېدلې، د هغه شونډي د سګرېټو څکولو له امله تکي توري وې. هغه ماته راغی، زه حیران سولم چي هغه زما څخه څه غواړي؟ سلام يې ادا کړ او ويې ويل: مولوي صاحب! تاسو د مسجد جوړولو له پاره پيسې راټولوئ! دا رښتیا ده؟ ما ورته وویل: هو! هغه ماته یو پاکټ راکړ او ویې ویل: دا هغه پیسې دي، چي زما مور، زما خور او څو خپلوانو مي راټولي کړي او نور بيرته پر خپله لار روان سو. پاکټ مي خلاص کړ، و مي لیدل چي پنځه زره سعودي ریاله دي، د هغه مسجد په جوړولو کي مو مصرف کړل، که نن په هغه مسجد کي څوک د خدای جل جلاله ذکر و نه کړي، نه څوک قرآنکریم ولولي او نه څوک لمونځ ادا کړي، مګر الله جل جلاله به په همغه اندازه اجر او ثواب د هغه ځوان د عملونو په ترازو کي لیکي.


امام مسلم د رسول الله صلی الله علیم وسلم یو روایت را نقل کړی، چي رسول الله صلی الله علیم وسلم وفرمایل: څوک چي نېکي لاري ته بلنه ورکوي، نو د ده اجر به هم هغومره وي، کوم څوک چي د ده پیروي کوي، پرته له دې چي د هغوی د اجر څخه څه کم سي.


یو بل دعوتګر راته وویل: په نیمه شپه کي یو چا دروازه وټکلوله، دروازه مي خلاصه کړله، ناڅاپه مي یو ځوان ولیدی، چي مخ یې نېکو خلکو ته ورته نه وو، ووېرېدلم، په دې توره شپه کي څه غواړي!؟ و مي پوښتل: هغه وویل ته پلانی مولوي صاحب یې؟ ما ورته وویل: هو! هغه وویل: چي دا دوو کسانو زما په واسطه اسلام قبول کړی دی، خو نه پوهېږم چي اوس څه وکړم! له ځان سره مي وويل: ښايي دغه ځوان د شپې په دې وخت کي څه څښلي وي، نشه وي او یا یې څه نشه یې توکي څکولي وي او چټیاټ وایي؟ خو، خیر ورته ومي ویل: اوس چیري دي؟ هغه وویل: هغوی په موټر کي دي. زه له هغه سره د هغه موټر ته ولاړم، و مي لیدل چي د هند دوه اوسېدونکي په موټر کي انتظار کوي.
ما ورته وویل: آیا تاسو مسلمان سوي یاست!؟ هغوی وویل: هو! الحمد لله و الله اکبر.


ما هغه ځوان ته مخ وګرځاوه او په حیرانتیا سره مي وپوښتل: آیا دوی ستا په واسطه اسلام قبول کړ؟ او که څنګه!؟


هغه وویل: دوی په یو ورکشاپ کي کار کاوه، نو ما دوی څارل او څه وخت وروسته مي اسلامي کتابونه ورکړل، تر څو چي مسلمانان سول، اوس چي دا دوه کسان کوم نېک عمل کوي او کوم لمونځ چي کوي، د دوی په نېکو کارونو کي دا ځوان هغومره اندازه اجر او ثواب ګټي، څومره چي دوی ته ورکول کېږي، ځکه څوک چي نېکي لاري ته بلنه ورکوي، د هغه اجر هغومره وي، کوم څوک چي یې پیروي کوي او د دوی له اجر څخه به هیڅ هم کم نه سي او د هغه چا څخه څوک بهتر دی، کوم چي نېک کار کوي او ښه عمل تر سره کوي او د خدای جل جلاله لاري ته خلک رابولي، نو د الله جل جلاله په مخلوقاتو کي غوره څوک هغه دی چي د الله جل جلاله بندګان نېکۍ ته رابولي او تل په دې هڅه کي وي، چي یو بنده خپل پالونکي ته سر کښته او اوامرو ته یې غاړه کښېږدي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته