تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۳۴)
نوم: بي بي نعمتي
سوال : ایا مسجد ته د ښځو تلل حرام دي؟
جواب : مسجد ته د ښځو تلل د جماعت لپاره حرام نه دي، بلکي مکروه او منع دي. په دې اړه فتوا د متاخرينو علماء کرامو پر همدغه قول ده. ځکه په یوه حدیث شریف کي داسي راځي چي: د حمید الساعدي مېرمن فرمايي چي زه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم ورته ومي ویل: یا رسول الله! زه غواړم ستا سره (په مسجد کي) لمونځ وکړم. نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زه په دې پوهېږم چي ته زما سره لمونځ کول خوښوې (لیکن) ستا لمونځ په خپله کوټه کي بهتر دی تر خپلي حجرې او د حجرې لمونځ دي ښه دی تر خپل کور او د کور لمونځ دي ښه دی د قوم تر مسجد او د خپل قوم مسجد دي ښه دی زما تر مسجد. نو بیا يې ددې لپاره د کور په پای کي یو پټ او تاریک مسجد جوړ کړی. همدغي مېرمني به هلته لمونځ کوی تر څو د الله عزوجل سره ملاقي او وفات سوه. (۱)
وجه يې دا ده چي په اوسنۍ زمانه کي ددې څخه فساد جوړيږي، هغه که ځوانه وي او که زړه وي (۲)، د دوى لمونځ په کور کي تر جمعي زيات بهتر دى او لا زيات ثواب لري.
جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):عن أم حميد امرأة أبى حميد الساعدي رضي الله تعالی عنها انها جاءت النبي صلى الله عليه و سلم فقالت : يا رسول الله اني أحب الصلاة معك قال قد علمت انك تحبين الصلاة معي وصلاتك في بيتك خير لك من صلاتك في حجرتك وصلاتك في حجرتك خير من صلاتك في دارك وصلاتك في دارك خير لك من صلاتك في مسجد قومك وصلاتك في مسجد قومك خير لك من صلاتك في مسجدي قال فأمرت فبنى لها مسجد في أقصى شيء من بيتها وأظلمه فكانت تصلي فيه حتى لقيت الله عز و جل. رواه احمد، إعلاء السنن، جزء الثالث، ص ۱۳۲۰- بیروت
(۲): ويكره لهن حضور الجماعات يعني الشواب منهن لما فيه من خوف الفتنة. هدایة، ص۱۱۳، باب الامامة- رشیدیة
(۳): قلت واختار المتاخرون کراهة خروج العجائز ایضاً لیلاً کان او نهارا لفساد الزمان کذا في الدر. (۱/۵۹۱) اعلاء السنن جزء الثالث، ص۱۳۲۲- طبع: دارالفکر، بیروت- باب منع النساء عن الحضور في المسجد