تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- تر عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهْ اضافه ويل
 
  November 23, 2011
  0

پوښتنه: د څلور رکعتيزه لمانځه په اوله ناسته کی د التحياتي يعني تر عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهْ اضافه بل څه ويل سجده سهوه لازموی که يا ؟  

جواب: په عالمګیری که یی دا مسئله داسي ذکر کړیده وایی که څوک په اوله ناسته کی په سهوه باندی التحیات تکرار کړی یعنی دوهم ځلی یی بیا شروع کړی نو...

د پوښتني کوونکي نوم: حليم حيران 

جواب: په عالمګیری که یی دا مسئله داسي ذکر کړیده وایی که څوک په اوله ناسته کی په سهوه باندی التحیات تکرار کړی یعنی دوهم ځلی یی بیا شروع کړی نو د لمانځه په اخیره کی به د سهوي سجده کوي . او که چیری د التحیات وروسته په دې گمان چي دا يي اخره ناسته ده درود شروع کړی په دې مسئله کی چه په څومره اندازه ځنډ او درود ويلو د سهوي سجده لازميږي زمونږ د علماؤ اختلاف دی ځنی علماء وایی که څوک د عبده ورسوله څخه وروسته اللهم صل علی محمد په هیره ووایی نو هغه دي د لمانځه په اخیره کي د سهوي سجده وكړي.

 او ځنی وایی که اللهم صل علی محمد و علی آل محمد ووایی هلته بیا د سهوي سجده لازمیږی. زمونږ علماء كرام چي په اوله ناسته كي تر تشهد يعني تر التحياتي وروسته په سهوه د درود په ويلو د سهوي سجده لازمه گڼي د هغه وجه دا ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د اولي ناستي اندازه فقط د التحياتي د ويلو په اندازه رانقل سوې ده كه څوك تر همدغه مقدار زياد په سهوه كښيني نو بايد د سهوي سجده وكړي. 

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته