د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
فتوا: پر زيارت ګمبته جوړل څنګه دي؟
تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۷۱)
نوم: محمد شعیب
سوال: یوه عالم وویل چي پر زیارت ګنبته نه ده ښه،چي جوړه سي ، نو د نبی صلی الله علیه وسلم پر قبر ولی زیارت یا گمبته جوړه ده او د نورو اولياوو پر قبرونو ولي ګنبتي جوړي دي؟
جواب :
حامداً ومصلياً
ټول فقهاء پردې متفق دي، چي قبر پوخ جوړول او پر قبر لیکنه کول او پر قبر ګمبته جوړول ممنوع دي (۱)، امیرالمؤمنین حضرت عمر رضى الله عنه چي به داسي يو شى پر قبر وليدئ، نو د هغه د نړېدو حکم به يې کوی.
او د رسول الله صلى الله عليه وسلم پرقبر مبارک ګنبته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خصوصياتو څخه ده ، پردې باندي قياس د بل چا نه دی صحيح، او د اولياء الله پر قبرو ګمبتي خلکو جوړي کړي دي دوي مبارکانو امر نه دئ ورته کړئ.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
١:عن جابر قال : نهى الرسول الله صلى الله عليه و سلم أن تجصص القبور وأن يكتب عليها وأن يبنى عليها وأن توطأ. رواه الترمذي، ج ۱، باب ماجاء فى کراهية تجصيص القبور والکتابة عليها )