يو مقتدى که په امام پسي اقتدا وکړي او امام سورة الفاتحه شروع کړې وي نو مقتدى به سبحانک اللهم وايي او که به پټه خوله دريږي ؟
د سوال کوونکي نوم: ميرويس عطائي
ځواب :په سري یعني د پټي خولې په لمونځونو کي لکه د ماپښین او مازیګر لمونځونه مقتدی د تحریمې د تکبیر وروسته ثناء یعني سبحانک اللهم لولي که څه هم امام په خپل قرائت پیل کړی وي او په جهري لمونځونو کي لکه د سهار ، ماښام او ماخستن لمونځونه که امام په قرائت پیل وکړي او بیا وروسته مقتدی اقتداء پسي وکړي نو مقتدی د تحریمې وروسته ثناء نه وایي بلکي د امام قرائت ته غوږ کیږي .مسبوق هم همدا ډول کوي په رد المحتار کي وايي ( وَالْمَسْبُوقُ مَنْ سَبَقَهُ الْإِمَامُ بِهَا أَوْ بِبَعْضِهَا وَهُوَ مُنْفَرِدٌ ) حَتَّى يُثْنِيَ وَيَتَعَوَّذَ وَيَقْرَأَ ، مسبوق هغه چا ته وایي چي د لمانځه ټول رکعتونه یا یو څو رکعتونه ځنی تېر سوي وي مسبوق د پاته لمانځه په راګرځولو کي د منفرد په شان دئ ثناء ،تعوذ، او قرائت به لولي یعني څه مهال چي د امام د سلام وروسته پاته لمونځ پسي پوره کوي.
البته دا په هغه صورت کي چي ثناء یې د تحریمې وروسته ویلې نه وي ځکه په الجوهرة النيرة کي وايي : وَكَذَا الْمَسْبُوقُ إذَا قَامَ إلَى الْقَضَاءِ لَا يَأْتِي بِهِ عِنْدَ أَبِي يُوسُفَ ؛ لِأَنَّهُ قَدْ أَتَى بِهِ عَقِيبَ الثَّنَاءِ وَعِنْدَهُمَا يَأْتِي بِهِ . او همدا ډول مسبوق چي د پاته لمانځه د پاره ولاړ سي د ابویوسف رحمة الله علیه په آند به اعوذ بالله نه وایي ځکه چي مسبوق اعوذ بالله د ثناء وروسته لا مخته ویلې ده او د ابوحنیفة او محمد رحمهما الله په آند مسبوق چي د پاته لمانځه د پوره کولو د پاره ولاړ سي اعوذ بالله به وايي ، ددې وینا مقصد دادئ چي تعوذ د ابویوسف رحمة الله علیه په آند د ثناء تابع ده او ثناء د تحریمي وروسته ویل کیږي نو ځکه پر مسبوق تعوذ نسته او د ابوحنیفة او محمد رحمهما الله په آند تعوذ د قرائت تابع ده .
د تعلیم الاسلام مجلې د دريمه ګڼه، دارالافتاء