تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الذاريات لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د سورة الذاريات لنډه پېژندنه 


سورة الذاريات د تلاوت او مصحف په اعتبار ۵۱ سورة دئ، چي د هجرت ترمخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.


سورة الذاريات ۶۰ آية دئ او ۳ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: (وَالذَّارِيَاتِ ذَرْوًا)


ژباړه: او (قسم) په هغو بادونو چي پاښونکي وي.


ذاريات - پاښونکي بادونه (هغه باد چي تېز او غورځونکي وي.)


په سورة الذاريات کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله تعالی قسم کوي په مختلفو شيانو سره، چي د قيامت ورځ راتلونکې ده.


۲-  هر چا ته به خپل د عقيدې او اعمالو جزا او سزا ورکول کيږي.


۳-  د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) قصه چي ملائکي د زوی د زيري سره ور ته راغلې، او همدغه ملائکي د لوط (عليه السلام) د قوم د خلګو د هلاکت له پاره هم را استول سوي وې.


۴-  په سابقه او تېر سوي قومونو کښي نښانې پرتې دي د هغه کسانو له پاره چي د عذابه بېريږي.


۵-  د سيدنا موسی (عليه السلام) او د فرعون قصه او د عاد قوم چي الله (تبارک و تعالی) د باد په واسطه هلاک کړل. د ثمود قوم او د سيدنا نوح (عليه السلام) قوم چي الله تعالی دوی د ګناه له وجي تباه کړل.


۶-  الله (عزوجل) آسمانونه او مځکي پيدا کړي دي، او هر شي ئې جوړه جوړه پيدا کړی دئ. نو د الله تعالی و طرف ته مخه کړئ.


۷-  يو د بل سره مذاکره (يعني يادونه او تعليم) وکړئ، بېشکه چي دا مؤمينانو ته ګټه رسوي.


۸-  الله (سبحان و تعالی) پېريان او انسانان د عبادت له پاره پيدا کړي دي او روزي رسونکی هم الله رب العزة دئ.


په ځينو نورو تفاسيرو کي د سورة الذاريات موضوعات په لاندي ډول ذکر سوي دي، چي الله (رب العزة) فرمايي:


۱-  ورځ د اخرت راتلونکې ده.


۲-  د مجرمانو او کفارو له پاره د اور عذاب راتلونکی دئ.


۳-  مؤمينان او متقيان به په جنت کي وي.


۴-  د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) واقعه.


۵-  د حضرت موسی (عليه السلام) او د فرعون واقعه.


۶-  د عاد، ثمود او د نوح (عليه السلام) د قوم بيان.


۷-  د الله تعالی ربوبيت او الوهيت، د هر څه خالق الله (عزوجل) دئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته