تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۱۲۹)
نوم: محمد
سوال : که يو مسافر سړى په امام پسي څلور رکعتيز لمانځه دوه اخرني رکعتونه ونيسي نو امام خو سلام ګرځوي ، مسافر به دغه دوه رکعته کوي او که به هغه دوه تېر سوي هم پوره کوي ؟
جواب : کله چي یو مسافر په مقيم امام پسي اقتداء وکړي ، داچي د مسافر څخه دوه رکعته تېر سوي دي اوس به دغه مسافر پوره لمونځ کوي ، يعني که چيري څلور رکعتيز لمونځ وي څلور رکعته به پوره کوي.
جواب : مولوي عبدالسلام
الجواب : صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَوْ اقْتَدَى الْمُسَافِرُ فِي الرُّبَاعِيِّ وَلَوْ قَبْلَ السَّلَامِ بِالْمُقِيمِ فِي الْوَقْتِ وَلَوْ قَدْرَ التَّحْرِيمَةِ عَلَى الْأَصَحِّ (صَحَّ) اقْتِدَاؤُهُ ، وَيُتِمُّ مَا شَرَعَ فِيهِ أَرْبَعًا. مجمع الانهر، ج۲ ،ص۲۴، باب صلاة المسافر