تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۲۹۴)
نوم: احمد
د اوسېدو ځای: جرمني
سوال : ځینی خلګ خپلی ماینی د بد لمنی په تور وژنی ایا دا په اسلام کی روا دی ؟
جواب : کوم خلګ چي خپلي مېرمني د بدلمنۍ په تور وژني نو دا په اسلام کي په قطعې توګه سره حرام او ګناه کبیره ده. د کورداره زناکاري سلطان یا د هغه نائب او قاضي رجم (سنګسار) کولای سي- هغه هم په دې شرط چي د څلورو نارینوو شاهدانو په شاهدۍ سره زنا پر ثابته سي او یا خپله زنا کونکی په خپله خوښه د قضا په څلورو مختلفو مجالسو کي شاهدي اداء کړي، محض د زنا په تور قاضي لا هم څوک نه سي رجم کولای.
جواب: مولوي عبدالهادي
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): لما روي عن النبي أنه قال : إن الرجم حق في كتاب الله إلى من زنى إذا أحصن من الرجال والنساء إذا قامت البينة او كان الحمل او الإعتراف. الفقه علی المذاهب الاربعة، کتاب الحدود، مبحث المحصن، ج۵، ص۵۶
(۲): وقل النبي صلى الله عليه و سلم: لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث : الثيب الزاني والنفس بالنفس والتارك لدينه المفارق للجماعة. الفقه علی المذاهب الاربعة، کتاب الحدود، مبحث المحصن، ج۵، ص۵۶
(۳): و هکذا في العالم ګیري (فتاوی الهندیة): فَإِنْ قَالَ : أَنَا مُحْصَنٌ أَوْ يَشْهَدُ الشُّهُودُ عَلَى إحْصَانِهِ...يَجِبُ رَجْمُهُ. ج۶، ص۱۴۳
(۴): او په فتاوی دارالعلوم دیوبند کي لیکي: حدود او قصاص هر سړی نه سي کولای- دا صرف سلطان یا د هغه مقرر سوي نائب او قاضي ورکولای سي او که خاوند دا عمل ترسره کړي نو سخت ګناه کار دی. وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ. سورة النساء، ایت ۹۳- فتاوی درالعلوم دیوبند، ج۱۲، ص۱۹۸