سوال : ايا ښځي لره د ورځو اخيستل جواز لري كه نه ؟ دسوال کونکي نوم : نوید احمد عزام .
جواب : ښځو لره د وروځو ورېښتان اخيستل جائز نه دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ويلى دى چي هغوى د ورځو ورېښتان کاږي ځکه دا ډول کړنه د الله جل جلاله په ښکلي خلقت او پيدايښت کي بدلون او تغيير راوستل دي ، عَنْ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ وَالْمُتَفَلِّجَاتِ لِلْحُسْنِ الْمُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ مَا لِي لَا أَلْعَنُ مَنْ لَعَنَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ فِي كِتَابِ اللَّهِ ( بخاري ) ژباړه : ابن مسعود وويل : الله دي پر هغو ښځو لعنت وکړي چي هغوى نورو ښځو ته (په ستنو او رانجو) خالونه ور وهي او يا د نورو څخه غوښتنه کوي چي پر دوى خالونه ووهي ، او هم پر هغو ښځو چي ورېښتان کاږي او هم پر هغو ښځو چي غاښونه ازادوي د ښکلا او فېشن د پاره ، کومي چي د الله پيدا کړي مخلوق ته تغير ورکونکي دي ، ابن مسعود وايي : زه به ولي پر هغه چا لعنت نه وايم چي پر هغه د الله رسول لعنت ويلى دى او دا حکم ( يعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت کول ) په قرآن کي موجود دى .
د هدايې په شرح فتح القدير کي وايي : وَالنَّامِصَةُ هِيَ الَّتِي تَنْقُشُ الْحَاجِبَ لِتُرِقَّهُ ، وَالْمُتَنَمِّصَةُ الَّتِي يُفْعَلُ بِهَا ذَلِكَ(فتح القدير) نامصة و هغي ښځي ته وايي چي د ورځي ورېښتنان کاږي څو ورځه باريکه او نرى کړي او متنمصة بيا و هغي ښځي ته وايي چي د هغې ورځي اخيستل کيږي . په رد المحتار کي وايي :وَلَعَلَّهُ مَحْمُولٌ عَلَى مَا إذَا فَعَلَتْهُ لِتَتَزَيَّنَ لِلْأَجَانِبِ ، وَإِلَّا فَلَوْ كَانَ فِي وَجْهِهَا شَعْرٌ يَنْفِرُ زَوْجُهَا عَنْهَا بِسَبَبِهِ ، فَفِي تَحْرِيمِ إزَالَتِهِ بُعْدٌ ، لِأَنَّ الزِّينَةَ لِلنِّسَاءِ مَطْلُوبَةٌ لِلتَّحْسِينِ ، إلَّا أَنْ يُحْمَلَ عَلَى مَا لَا ضَرُورَةَ إلَيْهِ لِمَا فِي نَتْفِهِ بِالْمِنْمَاصِ مِنْ الْإِيذَاءِ . وَفِي تَبْيِينِ الْمَحَارِمِ إزَالَةُ الشَّعْرِ مِنْ الْوَجْهِ حَرَامٌ إلَّا إذَا نَبَتَ لِلْمَرْأَةِ لِحْيَةٌ أَوْ شَوَارِبُ فَلَا تَحْرُمُ إزَالَتُهُ بَلْ تُسْتَحَبُّ ا هـ ، وَفِي التَّتَارْخَانِيَّة عَنْ الْمُضْمَرَاتِ : وَلَا بَأْسَ بِأَخْذِ الْحَاجِبَيْنِ وَشَعْرِ وَجْهِهِ مَا لَمْ يُشْبِهْ الْمُخَنَّثَ ا هـ وَمِثْلُهُ فِي الْمُجْتَبَى تَأَمَّلْ (ردالمحتار) ژباړه : ښايي دا د ورځو اخيستل چي منع سوي دي دا په هغه صورت کي چي ښځه يې د پرديو د پاره د ځان ښايسته کولو د پاره کوي ، خو که داسي نه وه او د ښځي پر مخ داسي ورېښته ؤ چي مېړه يې د هغه لکبله د ښځي څخه نفرت کاوه نو د دا ډول ورېښته کښل حرام ګڼل ليري خبره ښکاري ځکه د ښځو د ښکلا د پاره پېشن او زينت مقصودي دي ، البته که بېله اړتيا څخه د ورېښته کښل منع وگڼل سي پر ځاى خبره بلل کيږي ځکه په نوسي د ورېښته په کښلو کي ايذاء او زو ر ونه ده . او په تَبْيِينِ الْمَحَارِمِ کي وايي د مخ څخه ورېښته ليري کول حرام دي البته که د ښځي ږيره يا بريت راسي نو د هغه کښل ورته حرام نه دي بلکي کښل يې ورته مستحب دي .د مضمرات څخه د تتارخانيه په حواله وايي : د ورځو او د مخ د ورېښتانو اخيستل پروا نه کوي خو دا په هغه صورت کي چي د نرښځکو سره ورته والى او مشابهت پيدا نه کړي ، او په مجتبى کي هم دې ته ورته وينا رانقل سوې ده .پاى
نو د نبوي حديث او زموږ د ائمه ؤ د څرگندونو په ړنا کي ويلاى سو چي ښځو لره د ورځو کښل جايز ندي البته که په ورځو کي مات يا بې ډوله وريښته وي يا د ږيري او بريت ورېښته يې پر مخ پيدا سي نو د هغه کښل ورته جايز دي . و الله اعلم.
د تعلیم الاسلام مجلې ۶ ګڼه، دارالافتاء څانګه