تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤٩٥)
نوم: امينه
د اوسېدو ځای: پاکستان
سوال : ایا د یو کار، زېزېږدني (کلیزه یا سالګلیره) او نورو مهمو پيښو لمانځنه کول حرام دي که نه ؟
جواب : سالګیره یا کليزه لمانځل جائز نه ده ، ځکه چي د ناجائزو کارو مجموعه ده او د غير مسلمو يهودو او نصاراو ايجاد او رواج دی. د هغو د مشابهت څخه په حدیث شریف کي منع سوې ده.
الجواب : مولوي عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) :حدیث: مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ (ابوداود)
(۲): قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : لتتبعن سنن من قبلكم باعا فباعا و ذراعا فذراعا و شبرا فشبرا حتى لو دخلوا جحر ضب لدخلتموه معهم قال : قيل : يا رسول الله اليهود و النصارى ؟ قال : فمن إذا. (المستدرک للحاکم)
ستاسو مسائل او دهغو حل: ج٢ ، ص٥١٨ ، مکتبه لدهانوى رحمة الله عليه