تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۵۲)
نوم: نجیب ولي
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
سوال : که د یو چا میرمن داسي لباس اغوندي چي د اسلام څخه خلاف وي او خاوند اجازه هم نه وي ورکړې، خو بیا هم د خاوند په پټه باندي دغه مېرمن بې حیا جامې واغوندي خاوند خو به په ګناه کي نه وي ورسره شریک؟
جواب :
حامداً و مصلياً
یو کس د بل په ګناه نه نیول کیږي البته مېړه د خپل وس او واک په اندازه د خپلي ښځي په اصلاح مکلف دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال الله عزوجل: وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى. سورة الفاطر ایت۱۸.
(۲): الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ. سورة النساء، ایت۳۴.
(۳):وعن عبد الله بن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ألا كلكم راع وكلكم مسؤول عن رعيته. متفق علیه. مشکوة: ج۲، باب الامارم والقضاء.
جواب: مولوی رفیع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان