تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان لپاره ښه حالت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 20, 2023
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د انسان لپاره ښه حالت 


قالَ دَاوُدُ: رَبِّ لاَ مَرَضَ يُفْنِينِي، وَلاَ صِحَّةَ تُنْسِينِي، وَلَكِنْ بَيْنَ ذَلِكَ. (الزهدلابن مبارک۲/۱۰۳)


ژباړه: داود وفرمایل: ای ربه داسي ناروغي مه راکوې چي د کاره مي وباسي او داسي صحت هم مه راکوې چي تا راڅخه هېر کړي بلکي ددغه دوو حالتونو تر مينځ حالت راکړې.


دا تجربه سوې خبره ده چي ډېره ناروغي انسان ته ډېر زيان دی او د عبادت په شمول د ډېرو کارونو څخه يې راګرځوي او ټوله وخت روغتيا هم انسان ته يو ډول غرور او غفلت ورکوي چي په نتيجه کي يې الله پاک هيريږي او د ګناهونو د محو کېدلو څخه محروم کيږي ځکه په ناروغۍ باندي که انسان صبر وکړي ګناهونه یې له مينځه ځي.


نو بهتره خبره داده چي انسان ته کله ناکله ناروغي راسي خو په ناروغۍ کي صبر او د الله تعالی په قضاء باندي رضا ډېره مهمه ده.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته