تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شميره: (۵۱۶)
نوم: عبدالباري
سوال : اوس په هر کور کي د کوچنیانو د ساعتیری لپاره ناوکی سته. ددی سره سره په هر کور کي د خونو د ښایست لپاره هم کار د همدغو ناوکيو څخه اخلي . مگر لمونځونه هم په همدې کوټه کي کوي. که په دې اړه معلومات راکړئ ، چي د لمونځونو صحت يې څنګه دئ ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
لمونځ يې صحيح دى خو د کراهته سره دی. بايد سړى د کراهت څخه هم ځان وساتي .
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ويكره أن يكون فوق رأسه في السقف أو بين يديه أو بحذائه تصاوير أو صورة معلقة لحديث جبريل إنا لاندخل بيتا فيه كلب أو صورة. الهدایة، ج۱، ص۱۲۶ ، کتاب الصلوة .
(٢): وَيُكْرَهُ أَنْ يُصَلِّيَ وَبَيْنَ يَدَيْهِ أَوْ فَوْقَ رَأْسِهِ أَوْ عَلَى يَمِينِهِ أَوْ عَلَى يَسَارِهِ أَوْ فِي ثَوْبِهِ تَصَاوِيرُ. الفتاوي الهندية ، ج١ ، ص١٠٧ ، الفصل الثانى فيما يکره في الصلوة ومالايکره .