لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د غره غوندي غټ و. د يوه مست او څپڅپانده سيند غوندي ستر لښکر يې تر شا قدم واهه. په يوه ږغ به ئې سل زره غشي د دښمن پر لور ويشتل. د پيلانو د پښو دوړي ئې ياغي بادونو هم نه سواى وړاى. يوه ورځ وخښمېده، له شاهانه تخته راکښته سو او وئې ويل:
نن د هغه چا په غېږ ورځم څوک چي، ماله تخته کښته کوي
خو دى خوار نه پوهېده، چي همدا اوس يې له تخته را کښته کړى دى.
له ښاره ووت. ټول لښکر ئې د يوې ستري دښتي په زړه کي را ټول کړ. د لښکر پر اوږو و درېده، تر وريځي ئې سر ورسېده او وئې ويل: داسي څوک سته، چي زما په وړاندي ودريږي. زه نن د اسمانونو له خداى سره جګړه کوم. بيا ئې څو غشي د اسمان پر لور وويشتل. د اسمان په لور ويشتلي غشي يې وليدل، چي په وينو سره د مځکي پر لور را لوېږي. په ډېره مستي ئې و خندل، د ولاړ پوځ له اوږو را کښته سو او وئې ويل:
جګړه مي وګټل، په شاهانه غرور ئې قدمونه اخيستل او د ښار په لور روان سو.
ده د نور کله په څېر نن هم ويل:
ستري وني ستري ريښې لري، چي د مځکي تر رګ رګه رسېدلي وي، بادونه ئې له ريښو نه سي ايستلاى. درانه او کلک ښاخونه لري، چي د کږېدلو نه دي.
بيا ئې وويل:
دومره لاسونه نسته، چي د غرونو لوړو څوکو ته ورسيږي او نه هم د چا په مټو کي دومره زور سته، چي غرونو ته ښور ور کړي.
د ده خبري رشتيا وې. ده ښه ويل. د ده د لاسونو توان هم دومره وو لکه ويل چي ئې؛ خو دى پدې نه پوهېده. چاچي ونو ته ژوند ورکړى وي، هغه ئې د وچولو توان هم لري. چاچي درانه او هسک غرونه درولي دي د هغوى د خاورو کولو توان هم ورسره سته.
لږ مهال وروسته يو کوچنى مخلوق راغى او په قهر ئې وويل:
چاچي غرونه درولي دي، هغه موږ ته دا توان هم راکړى دى، چي بې ريښو وني پر مځکه را پرېباسو.
د هغه واړه مخلوق په ليدلو ئې وجود و لړزېده، پښو ئې کار پرېښود، پرمځکه لکه غر و نړېده، اوس ئې و جود له څو زمانو را هيسي خاوري سوى دى. هره ورځ ئې د وجود خاوري بادونه دوړوي او بړ بوکۍ ځني جوړوي. اوس نه وايي، چي ځم له الله جل جلاله سره جګړه کوم؛ ځکه اوس پوه سوى دى؛ خو ډېر ناوخته.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه