تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حنفي فقهي مختصر تاریخي ارتقاء
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 10, 2020
  0

د حنفي فقهي مختصر تاریخي ارتقاء

 

لیکنه: مولانا محمد انوار خان قاسمی بستوی

ژباړه: مباک شاه حقاني

 

لومړی برخه

قران کریم د تېرو کتابو خلاصه،تکمله او بشپړتوب دی او د قیامت تر ورځي به د ټولو انسانانو په وړاندي د راتلوونکو مسائلو د حل اخري منبع وي؛ ځکه الله تعالی په ډېر جامع او بشپړ ډول د اخري وحیو په شکل نازل کړ او همدا د مسلمانانو تر ټولو غټ فقهي او تشریعي مصدر دی.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو اقوال،افعال او ارشادات د الله تعالی د کلام تشریح او توضیح دي.

 

په نبوي دوره کي خپله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ټول فقهي، سیاسي، علمي او اعتقادي مسايل خپلو صحابه کرامو ته د ضرورت په اندازه وړاندي کول. صحابه کرامو ته چي به کله هم سوال پیدا کیدي، هغوی به نبوي دربار ته وړاندي کېدل او د خپلو سوالونو جوابونه به یې پیدا کول، مګر دنبي علیه السلام د وفات وروسته چي اسلام په ډېرو هیوادو کي خپور سو او د امت په وړاندي نوي۔نوي مسائل را پورته سول په عالم اسلام کي اوسېدونکو مسلمانانو د مستندو علماوو او فقهاوو په لور د رجوع ضرورت حس کړ.

 

 په صحابه وو کي داسي صحابه وه، چي هغوی د فقهاوو صحابوو په نامه سره یادېدل:

حافظ ابن حزم ظاهري په (النبذ فی اصول الفقه) کي او امام ابن القیم په (اعلام الموقعین) کی د هغو مجتهدو صحابه کرامو تفصیل بیانوي، چي هغوی ته به صحابه کرام او تابعین عظام د خپلو دیني مسایلو د حل له پاره راتلل.

 

یقینا په صحابه کرامو کي یو تعداد د اجتهاد او افتاء مسؤلیت ترسره کوی، په عام ډول د دوی دغه کار انفرادي وو د هغوی کومه خاصه منظمه مدرسه نه وه. سوال دلته پیدا کیږي، چي په منظم ډول د فقهي او اجتهاد دا سلسله له کوم ځایه را پیل سوه.

 

د ددې پوښتني د جوابولو له پاره مؤرخین لیکي، چي تر ټولو لومړی صحابي، چي په منظم اواجتماعي انداز یې د فقهی او افتا پر موضوع دکار شرف حاصل کړ، هغه د فقهي منبع، درسول الله خادم، جلیل القدر صحابي سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وو.

 

امام ابن جریر رحمه الله فرمایی:

 

’’لم یکن أحد لہ أصحاب معروفون حرروا فتیاہ ومذاہبہ فی الفقہ غیر ابن مسعود‘‘

د ابن مسعود رضی الله عنه څخه علاوه بل داسي صحابي نه دی تېر سوی، چي د هغه دي دومره تکړه شاګردان تېر سوي وي چي د هغه فقهي مسایل ضبط او مرتب کړي وي. (إعلام الموقعین ج۲ ص۳۶-۳۷)

فقه حنفي، د فقه عمری او فقه مسعودي ارتقاء (لوړ والې)ده.

 

د مؤرخ ابن جریر د مذکوره عبارت پر اساس په اسانۍ سره ددې خبري دعوه کولای سو، چي په ټوله عالم اسلام کي لومړی منظمه فقهي مدرسه حضرت عبد الله بن مسعود د سیدنا عمر بن الخطاب په سرپرستی کي د کوفې پر مځکه جوړه کړه.

 

حنفی فقه په اصل کي د عمري او مسعودی فقهي میراث او د هغه ارتقا او توسیع ده. د امام ابوحنیفه په دور کي همدا فقه دده د نابغه شاګردانو په ذریعه د اسمان څکو ته ورسېده او په څلور کونجه دنیا کي خپره سوه او د اسلامي قانون بڼه یې اختیار کړه.

 

ددې وروسته چي په کوفه کي دفقهي او اجتهاد سلسله جاري سوه، ددې مثال په درسته نړۍ کي نه سو پیدا کولای، د کوفې پر مځکه چي فقهاوو کوم د پام وړ اجتهادات، استنبطات، استخراجات او قانوني تاصیل و تفریع او د تحقیق او تدقیق په ذریعه د اسلامي فقهي خدمات کړي، په ټول انساني تاریخ کي تر ټولو بډایه ذخیره ده.

 

د حنفي فقهي خپرېدل:

په عباسي خلافت کي چي کله امام ابویوسف ته د قاضي القضاء د مسند مسئولیت وروسپارل سو له هم هغه وخته حنفي فقه د اسمان تر څکو ورسېده او داسي معلومېده لکه  حنفي مذهب چي د اسلام دولتي مذهب وي او په ټول عالم اسلام کي د قضا مسند هغه چاته ورکول کېدی، چي د حنفي فقهي ماهر او متخصص به وو.

 

د عباسي خلافت وروسته د عثماني خلافت په اوږده زمانه کي حنفي فقه د دولت مذهب وو، سربېره پر دې د مغلو ټول باچاهان د حنفي فقه مقلدین وه او د دولت ټول قوانین او فرمانونه د حنفي فقهي په رڼا کي صادرېدل، نن د فتاوی هندیې څخه څوک ناخبره نه دي؟ دا نادره فقهي ذخیره وروسته د مغلو د سلطنت دقانون او ائین په توګه پېژندل کېدل.

 

عباسي خلافت، عثماني خلافت او د مغلو سلطنت چي د اسلامي تاریخ تر درو ربعو زیاته اندازه په بر کي نیسي او پر دې خبره ټول متفق دي، چي دا درې سره زمانې د حنفي فقهي پابند وه. ددې مذهب د خپرېدو تر ټولو مهم سبب ښکاره دی، هغه ددې مذهب د بنسټ ګرو اخلاص، للهیت، دهغوی ژور فقاهت او د اسلامي شریعت سره د هغوی غیر معمولي تړاو دی؛ مګر ددې سره۔سره دا یو منل سوی حقیقت دی، چي ددې مذهب د استنباط په اصولو کي چي کوم طاقت او کشش پروت دی، چي په هره زمانه کي د اسلامي فقهي په وړاندي د هر خنډ په زړه پوري جواب ګوه وي او دا مذهب د خپلو اصولو په رڼا کي، چي ددې بدلېدونکي نړی د هر ډول شرایطو، مسائلو ، پیښو او واقعاتو هر اړخیز جواب ویلای سي.

 

د امام ابن حزم ظاهري دا دعوه بې اساسه ده، چي که د حنفي مذهب تر شا د دولت فرمان نه وای نو دا مذهب به دومره نه خپرېدای، مګر حقیقت دادی، چي دولتونه یو ډول مجبوره وه چي د نظام د چلولو د پاره یو داسي قانون ولري، چي د انسانانو ټول ضرورتونه که هغه دنیوی وي او که اخروي احاطه کړای سي، ظاهره خبره ده، چي دا ځانګړتیا د حنفي مذهب ماسېوا په بل مذهب کي نسته.

 

د حنفي مذهب وسعت(پراخوالی) او جامعیت(ټول شموله)

 

کوم فقیه چي د قضايي امورو او اجتهادي مسایلو مطالعه په غور سره وکړي او بیا د نورو مذاهبو او مسلکو اصول او فروع تر نظر وباسي، هغه به دا حقیقت مني، چي په حنفي مذهب کي واقعي دومره جامعیت سته، چي دا مذهب یې تر ثریا پوری رسولی او ترننه ټول انساني تاریخ ددې جوګه نه سو، چي ددې مذهب په څېر کوم قانوني مذهب او مسلک وړاندي کړي.

 

همدا وجه ده، چي د نورو مذاهبو مقلدین هم په نکاح، طلاق، بیوع او د معاملاتو په بې شمېره مسایلو کي د حنفي مذهب په لور رجوع کوي.

د حنفی مذهب ددې ځانګړي وسعت او جامعیت په یادولو سره فقیه الادبا، ادیب فقهاء علامه طنطاوي رحمه الله په ”رجال من التاریخ“ (ص٢٥٣۔٢٥٤) نومي کتاب کي فرمایی:

 

’’والمذہب الحنفی الیوم أوسع المذاهب انتشارا، وأوسعہا فروعا وأقوالا، وہو أنفع المذاهب فی استنباط القوانین الجدیدۃ، والأجتهادات القضائیة، یلیه فی کثر الفروع المذهب المالکی، وقد عرفت ذلک فی السنین التی اشتغلت فیها بوضع مشروع قانون الأحوال الشخصیة، وسبب ذلک أن المذهب الحنفی صار مذهب دولة مدۃ العباسیین والعثمانیین، وهی ثلاثة أرباع التاریخ الأسلامی، والمالکی مذهب المغرب طول هذہ المدۃ، فکثرت فیهما الفروع والمناقشات، أما المذهب الشافعی فلم یکن مذهبا رسمیا إلا حقبة قصیرۃ أیام الأیوبیین، بینما اقتصر المذهب الحنبلی علی نجد والحجاز الیوم‘‘

 

ژباړه: نن په ټوله نړی کي حنفي مذهب تر ټولو  زیات خپرېدونکۍ مذهب دی او همدا ډول دا مذهب د ټولو جزئیاتو او اقوالو په اعتبار تر ټولو زیات بې نیازه دی. د ټولو نوو قوانینو او ضوابطو د استنباط او د قضاء اړوند تر دې زیات ګټور مذهب نسته. دحنفي مذهب وروسته زیات جزیات او فروعات لرونکی مذهب مالکي مذهب دی، ددې اندازه هلته راته وسول کله چي ما د شخصي قانون د پلان جوړوني په باره کي څېړنه کول، ددې وجه داوه، چي دعباسي اوعثماني خلافت په دوره کي حنفي مذهب دولتي مذهب وو او دا دواړه خلافتونه د اسلامي تاریخ درې ربع په بر کي نیسي، حال داچي په دې ټوله مده کي مالکي مذهب د اندلس سرکاري مذهب وو؛ ځکه نو په دې دواړو مذاهبو کي فروعي مسایل او فقهی مناقشات زیات موجود دي.

ددې برعکس شافعي مذهب د ایوبي سلطنت په دوره کي د مختصر وخت له پاره د دولتي مذهب حیثیت غوره کړی وو او حنبلي مذهب په هغه وخت کي یوازي د نجد او حجاز په سیمو کی منحصر پاته سوی وو.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته