تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (١۳۵)
نوم: سید احسان الله
سوال :د يوه انسان د بدن اعضا وبل انسان ته اچول څنګه دي ؟ خصوصًا وينه ورکول ؟
جواب:
حامداً و مصلیاً
د مړه يا ژوندى انسان عضوه بل انسان ته پيوند کول جواز نه لري ، البته يوه انسان ته د بل انسان وينه ورکول په هغه صورت کي جواز لري چي د ناروغ ژوند په خطر کي وي يا يې د ناروغۍ د اوږدېدو بیره وي او د ماهر ډاکټر په اند بېله وينو څخه بل علاج او دوا ونه لري .(۱) والله اعلم
جواب : مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا .
تعليم السلام دارالافتاه
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): فتاوی بينات : ج۴، ص۳۳۸-۳۵۸