تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٥۳۶)
نوم: محمديوسف
د اوسېدو ځای: خوست
سوال : د سرو او سپینو زرو استعمال د نر لپاره جایز دی او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د سرو او سپينو زرو ګېڼې لکه لاس بند ، ګوتمۍ او د غاړي ځنځير د نارينه وو لپاره جواز نه لري ، البته يوازي د سپينو زرو د ګوتمۍ استعمال چي وزن يې هم تر مثقاله يعني ٤ څلور نيم ګرامه کم وي کولاى سي .
الجواب : مولوي رفيع الله
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عن علي رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم خرج وبإحدى يديه حرير وبالأخرى ذهب وقال هذان محرمان على ذكور أمتي حلال لإناثهم.
(۲): ولا يجوز للرجال التحلي بالذهب لما روينا ولا بالفضة لأنها في معناه إلا بالخاتم .
(٣): وإنما يتخم القاضي والسلطان لحاجته إلى الختم فأما غيرهما فالأفضل أن يترك لعدم الحاجة إليه . الهدايه : ج٤ :ص ٤٥٣ -٤٥٥