تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۵۷۵)
نوم: عبدالرؤف نظري
سوال : که یو سړی یوه ګناپه بيا بيا کوي يو ځل يې وکړي ، توبه و کاږي خو وروسته بيا ګناه کوي او پښېمانه هم وي او په اخلاص سره توبه و کاږي او دالله تعالی څخه بښنه هم وغواړی . خو باوجود هم څه موده وروسته بیا دغه ګناه تری وسي نو هغه بيا پښېمانه سي او توبه هم وباسی او دالله تعالی څخه مغفرت هم وغواړی . خو همداسی څو څو واری دغه قسم ګناه تری کیږی او بیا توبه وباسی او دالله ج څخه مغفرت غواړی آیا داڅنګه ده ته به دغه ګناه معاف کیږی که یاه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ګناه څخه که څوک ريښتنې توبه وکاږي ، وروسته بيا هغه ګناه ځني وسي بيا يې هم توبه قبليږي. د توبې دروازه تر هغه چي لمر د لویدېځ لخوا راپورته سوی نه وي يا د چا روح ستوني ته را رسيدلې نه وي ، يعني د غړ غړ حالت يې نه وي ، د هر ګناه کاره مسلمان او کافر پر مخ خلاصه ده .
الجواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):وعن أبي بكر الصديق رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما أصر من استغفر وإن عاد في اليوم سبعين مرة. رواه الترمذي وأبو داود ، مشکوة کتاب الدعوات .
(٢): قال الملا على القاري تحته: قال بعض علمائنا المصر هو الذي لم يستغفر ولم يندم على الذنب ... الخ . مرقاة المفاتیح ،کتاب الدعوات باب الاستغفار والتوبة .