تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٦٣٩)
نوم: محمد عزيز
سوال : که چيري يوڅوک دوکان ياکور په گروي ونيسي او بيا يي بل چاته په کرايه ورکړي نو دغه پيسي چي لاسته يې راوړي د ده له پاره جايزدي که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ګروي کور دوکان او بل هر شى چي وي ګروي اخيستونکی يې بل چاته په کرایه نه سي ورکولاى. که د مالک په اجازه يې په کرایه ورکړي کرایه يې ټوله د ګروي د مالک حق کيږي او که پر خپل سر ئې په کرايه ورکړي هغه هم وګروي اخيستونکي ته جواز نه لري بلکي مسکين او فقير ته دي يې ورکړي او د ثواب نيت دي نه پکښي کوي .
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قُلْتُ وَالْغَالِبُ مِنْ أَحْوَالِ النَّاسِ أَنَّهُمْ إنَّمَا يُرِيدُونَ عِنْدَ الدَّفْعِ الِانْتِفَاعَ ، وَلَوْلَاهُ لَمَا أَعْطَاهُ الدَّرَاهِمَ وَهَذَا بِمَنْزِلَةِ الشَّرْطِ ، لِأَنَّ الْمَعْرُوفَ كَالْمَشْرُوطِ وَهُوَ مِمَّا يُعَيِّنُ الْمَنْعَ. شامي: ج٥ ، ص٣٤٣ ، کتاب الرهن ،طبع رشيديه .
(٢): فتاوي حقانيه: ج٦ ، ص٢٢٨ .