لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۶)
د موسیقۍ ستر زیانونه
پوهه درې سرچينې لري
لومړی پنځه حواس ، چي لاس، خوله، پزه، غوږونه او سترګي دي.
دوهم عقل دئ.
درېیم وحی دي.
اوس غواړم چي دا ټول زه په یوه مثال کي ښه روښانه کړم.
یو سړی یوه توپنګچه لري، که په حواسو سره ورته وګورو، نو دابه راته جوته شي چي څنګه رنګ ئې دی؟ څنګه شی ده؟، جوړښت ئې څنګه دی؟، غټه او که وړوکې ده؟ او داسی نور... اوس که بیا راشو چي دا به کوم کس جوړه کړې وي، نو بیا دلته حواس کار نکوي او و عقل ته اړتیا شته او عقل به دا قضاوت کوي او وحي بیا دا و موږته ښیې چي له دې توپنګچي څخه باید څنګه استفاده وشي؟
اوس راځم چي یوه بېلګې وړاندي کړم، یو څوک راولاړ شو او یوڅوک ئې وواژه اوس د عقل غوښتنه داده چي دا وژونکی (قاتل) باید قصاص نشي، دا ځکه چي د یوه سړي خو ژوندختم شو، ماشومان ئې یتیمان شول او کور ئې د کړاوونو په سیند کي لاهو شو، نو اړتیا نشته چي دا بل کور هم د همدې ناورین پر ټغر کښینې، نو ځکه د عقل تقاضا داده چي دا سړی دي جرمانه شي او خوشی دي شي، خو دلته د عقل هیڅ کار نشته او وحی و موږ ته دا امر کوي چي دا سړی باید په دې باندي قصاص شي چي بیا هر څوک راولاړېږي او هرڅوک وژني او بل داچي د انسان ژوند د یوه حیوان تر ژوند ورته هم بې ارزښته شو، نو وحي دا وايي چي دا سړی باید ووژل شي، تر څو په اینده کي بل سړی داسي هوډ ونکړي چي بل څوک په ناحقه سره ووژني؛ چي قصاص په حقیقت کي د یوې ټولني د ښه ژوند تکل لري او لکه قران عزیز چي وايي چي په قصاص کي ژوند دی په حقیقت کي او بل لور ته عقل بیا د ټولني او و ټوله انسانیت ته نظر نه کوي صرف یو سړی ژغوري، د وژنو د کنترول لپاره قصاص يې يواځنی علاج دئ.
ددې ټوله مطلب څخه دا څرګندیږي چي کله انسان يو علم د حواسو په کارولو سره نشی ترلاسه کولای نو و عقل ته اړتيا شته، او کله چي انسان د يوه شي علم د عقل په کارولو سره نشی راوستلای نو بيا و وحي ته اړتيا شته يعنی وحي د معياري او اعلی پوهي د راوستلو يوه الهی سرچينه ده۔ نو هر هغه څه چي الله جل جلاله حکم کړیدی او هم د بشریت ستر استاځي فرمايلي دي دا هرڅه وحي دي، چي عمل پرې کول اړین دي اوس داسي ډېر غیر مسلمانان شته چي اسلام ئې نه دی قبول کړی او د اسلام ډېر اوامر او نواهی پر ځای کوي، دا ځکه چي د وحي هر امر او نهی د پوره بې جوړې ګټو ضمانت ورکوي، چي د ټول اُمت مسلمه په اتفاق سره ورباندي ایمان دئ.
کله چي موږ د موسيقۍ نوم اخلو نو دا پر څلورو برخو ويشو:
۱: د موسیقۍ آلات(رباب، جاپانی، تنبور، ډول او داسی نور په زرهاوو...)
۲: غزل ویل، سُندرې ویل او داسي نور....
۳: هغه څوک چي غزلې کمپوز او نوري لارې چاري ئې په لاس کي وي.
۴: هغه څوک چي د موسېقۍ لپاره غزلي جوړوي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net