لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
پر مسلمان د ناحقي خبري سزا
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک ۷۸۹۳]
ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه کلمې په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړئ چي په هيڅ مسلمان پسي بې ځايه خبري او تبليغات ونکړئ او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ مکوئ چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسی.
www.taleemulislam.net