ليکنه: حاجي عبدالحميد "ارغندابي"
ګونګ ماښام و، د اسمان مخ تورو وريځو پوښلی و. ستوري نه ښکارېدل تـور مــاښــام و، څوک په کوڅوکي نه ګرځېدل هر چا د ژمي د يخنۍ اوسيلۍ له وېري د خپلو کورونو دننه په خونو کي په تودو صندليو کي يو او بل ته د تېر ژوند خوږې اوترخې خاطرې بيانولې.
هر چا د يو او بل خوالو او ناخوالو ته د ژوندانه په ډګـرکي په حيرت کتـل. نا بـبره د تــوپــو غړمبهار او د ټوپکو ډزهار د هغو د مجلس فضا او بڼه بدله کړه هر څوک له وېـري د خـوني په کونجـونوکي غـلي او وار خــطا ودرېدل ددې ډزو اوازونه شـېبـه په شـېـبه د دوی کــورونو تـه د نـژدې کـېدو په حـال کي وو.
نادر لالا به ښـځـو اوماشومانو ته تـسلي ورکوله، چي هيڅ نه ده پېښه. څــوشـېبې وروسـته اوضاع خـپل عادي حـالت ته را ګـرځي. د هـغـه د ويــلو ســره سـم د تـوپ يوه ګولۍ د خوني په منځ کي ولګـېده، خونــه ونـړېده او دکـورنۍ کــسان تـر د يـوالونو اوخاورو لانـدي سـول. د تـوپ ګولۍ د نــادر لالا پر سر لګـېدلي وه او ماغــزه يې د خوني پر ديوالونو نـښتي ښـکارېدل.
د کـلي ټول خلک د خپلو عـزيــزانو پر مـړيــنه او ټـپي کـيدو د غــم په ټال ځنګـېدل. کله چي لمر را وخـوت د نورو ګاونډيو کليو خلک راورسېدل او د نادرلالا د کورنۍ ټول غړي يې د ده په ګډون له خاورو اولوټو څخه مړه را وايستل او تر ديني مراســمو وروسته يې خاوروته وسپارل.
------------------------------------
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۶ ګڼه