تفَاضُل
تفَاضُل يو د بل څخه زياتوب ته وايي .
دلته د تفاضل څخه مراد يو شى د هغه څخه په زيات مقدار خرڅولو ته وايي .
مثلاً : يو من په دوه منه خرڅول ، يا يو لېټر په دوه ليټره خرڅول ، يا زر افغانۍ په دوو زرو افغانيو خرڅول د تفاضل سودا بلل کيږي .
نَسَاء : نَسَاء د نون په زور ويل کيږي ، نَسَاء ځنډولو ته وايي خو دلته د نَسَاء څخه مراد د پور سودا ده .
تَقَابُض
تقَابُض يو د بل څخه اخيستلو ته وايي خو دلته لاس په لاس سودا کولو ته وايي .
جَنس : جَنس ذاتي يووالي ته وايي .
مثلاً : غنم ځان ته جنس دي ، وربشي ځان ته جنس دي او خرما بيا ځان ته جنس دى .
هر جنس ځان ته مختلف انواع يعني بېل بېل ډولونه لري .
علت
په فقه کي علت هغه شي ته وايي چي د هغه له کبله پر يو شي د جايز يا ناجايز حکم کيږي .
د مثال په ډول : نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چي هوږه يا پياز وخوري نو هغه دي زموږ مسجد ته نه را نژدې کيږي . (۱)
د دې حکم علت فقهاء کرام بد بويي بولي ځکه د هوږي او پيازو په خوړلو خوله بد بويه کيږي .
دا چي په مسجد کي ګڼ شمېر لمونځ کونکي راغونډيږي نو د چا چي د خولې بد بوى ولاړيږي انسانان لا څه کوې بلکي ملايکي لا هم د هغه د خولې د بد بوى څخه په تکليفيږي ، نو ځکه يې زجري حکم ورته کړى دى چي دا کس دي زموږ مسجد ته نه رانژدې کيږي .
نو په همدې اساس په هرو خواړو کي چي د بد بويي علت ومندل سي لکه نصوار او ګندنه هغه هم د هوږي او پيازو په شان حکم لري يعني خوړل يې ناسم کار دى .
خو که د بد بويي علت يې له منځه ولاړ سي مثلا هوږه په خواړو کي پخه سي او په پخېدلو يې بد بوى ورک سي بيا يي خوړل پروا نه لري ، ځکه چي د کراهيت علت يې له منځه ولاړى .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
ــــــــــــــــ
(۱): أَنَّ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا زَعَمَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا فَلْيَعْتَزِلْنَا أَوْ لِيَعْتَزِلْ مَسْجِدَنَا ( البخاري )