د وکالت ، وصيت او وصي ټاکني د تړونو د ايجاب او قبول د پاره د مجلس يووالي شرط نه دي .
لهذا څوک چي چا ته د يو کار وکالت ورکوي يا يې پس له مرګه د خپل وړو او کوچنيو اولادنو د پاره وصي او سرپرست ټاکي ، يا د خپل مال د دريمي يا تر دريمي څخه په لږ مقدار کي وصيت ورته کوي دا هم ټول تړونونه دي ، هغه بل چي يي قبول وکړي بيا مُنْعَقِد کيږي .
خو د دغو درو تړونو د قبول د پاره د ايجاب مجلس شرط نه دى . ځکه په وصيت کي د مُجِيْب د مرګ وروسته قبول معتبر دى ، هغه هم پداسي حالت کي چي مُجِيْب د خپل وصيت څخه رجوع کړې نه وي . وصي هم د وصي ټاکونکي تر مرګ وروسته وصي ګرځي ، نو ځکه د هغه د مرګ وروسته يې قبول هم صحيح کيږي .
وکالت هم غائب ته ورکول کېدلاى سي او هم حاضر ته ورکول کېدلاى سي .
که حاضر نفر ته وکالت ورکړل سي ، هغه په جواب کي هيڅ و نه وايي او تر مجلس وروسته هغه کار وکړي همدا کړنه يې د مخکني ايجاب قبول بلل کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات