الله جل جلاله په قران کريم کي په لنډ ډول د سود حرمت بيان کړى دى ، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سودي مالونو شپږ توکي راته ښودلي دي .
مجتهدينو لکه امام ابوحنيفه ، امام مالک ، امام شافعي او امام احمد حنبل رحمهم الله هر يوه په خپل هاند او اجتهاد د همدې شپږو شيانو د تفاضل او نَساء د حرام والي علت څيړلى دى .
ابوحنيفه رحمه الله د سود علت جنس او قدر بولي . ځکه چي په دغو شپږو شيانو کي سره زر او سپين زر مَوْزُوني دي په تاله خرڅيږي ، پاته څلور يې مَكِيلي دي ، د رسول الله په زمانه کي په پيمانه پلورل کېدله .
دغه شپږ شيان که هر يو د خپل جنس په مقابل کي پلورل کېدى نو يو د بل څخه يې زياتوب او هم يې د پور سودا رسول الله صلی الله علیه وسلم منع کړې ده او که يو جنس د بل جنس سره تبادله کېده هلته يې تفاضل جايز خو پور يې منع کړى دى ، د دې څخه دا جوتيږي چي هم جنسي او هم قدري تفاضل او پور دواړه حراموي او يوازي هم قدري يا يوازي هم جنسي د نَساء يعني د پور پلور حراموي .
د شيانو خپل منځي ذاتي يووالي ته جنس وايي ، مثلا غنم د غنمو هم جنس دي ، سره زر د سرو زرو هم جنس دي .
قدر كَيْل او وزن ته وايي ، په پيمانه خرڅېدونکي شيان لکه غنم او وربشي يو د بل هم قدره دي ، ځکه د اندازې په وصف کي مشترک دي ، دواړه مَكِيلي دي او په كَيْل پلورل کيږي .
سره زر او سپين زر هم قدره دي ځکه د اندازې په وصف کي مشترک دي ، دواړه مَوْزُوني دي ځکه په وزن خرڅيږي .
دا چي جنس او قدر د سود علت دى نو هرهغه شى چي هغه په تاله خرڅيږي که په خپل هم جنس پلورل کېدى بايد سر په سر او لاس په لاس خرڅ سي .
همدا ډول هرهغه شى چي هغه په پيمانه خرڅيږي که په خپل هم جنس پلورل کېدى بايد سر په سر او لاس په لاس وپلورل سي .
که يو مَكِيلي جنس لکه غنم په بل مَكِيلي جنس لکه وربشي پلورل کېدل هلته که د يوه د پيمانې مقدار زيات د بل دا کم وي نو پروا نه کوي خو سودا به يې لاس په لاس وي .
يوه صاع غنم په دوو صاعو وربشي خرڅول جايز دي البته لاس په لاس به وي ، ځکه نَساء يعني يو نقد بل يې پور حرام دى .
دغه ډول هرهغه شى چي هغه په تاله خرڅيږي که په خپل هم جنس پلورل کېدى بايد سر په سر او لاس په لاس وپلورل سي .
که يو مَوْزُوني جنس لکه سره زر په بل مَوْزُوني جنس لکه سپين زر پلورل کېدى هلته که د يوه وزن زيات د بل دا کم وي نو پروا نه کوي خو سودا به يې لاس په لاس وي .
سره او سپين زر که څه هم بېل بېل جنسونه دي خو دا چي د قدر په صفت کي يو دي يعني دواړه په تاله خرڅيږي ، که يو د بل سره تبادله کېدله سودا به يې لاس په لاس وي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي