بيع د حکم په اعتبار څلور ډوله ده :
نافذه بيع ، موقوفه بيع ، فاسده بيع ، باطله بيع
نافذه بيع هغي سودا ته وايي چي ځاى پر ځاى سودا صحيح او لازمه سي .
موقوفه بيع هغي سودا ته وايي چي ځاى پرځاى لازمه نه سي بلکي د بل په اجازه پوري اړه ولري .
فاسده بيع هغي سودا ته وايي چي په شرعي طريقه و نه کړله سي ، بايع او مشتري ته په کار وي چي سودا فسخ کړي ، خو بيا هم که يو د بل څخه مال تسليم کړي د هغه مالکان ګرځي .
باطله بيع هغي سودا ته وايي چي په هغه کي مَبِيعَه مال نه وي ، په باطله بيع کي په تسليمۍ سره لا هم بايع او مشتري د مبيعي او ثمن مالک نه ګرځي ، ځکه د بيع د رکن د نشته والي لکبله بيع د اصل څخه صحيح نه ده .
اصطلاحات :
د بيع د مخکنيو ډولونو د تفصيلي بيان څخه وړاندي د راتلونکو اصطلاحاتو پېژندل ضروري دي .
مال : مال هغه شي ته وايي چي د انسان طبيعت هغه ته ميلان کوي او د ضرورت د وخت د پاره ساتل کېدلاى سي .
منفعت : منفعت هغه شي ته وايي چي طبيعت ميلان ورته کوي خو د بل وخت د پاره ساتل کېدلاى نه سي .
مثلاً : سراى مال دى خو په سراى کي اوسېدل د سراى منفعت بلل کيږي ، ځکه چي د نن ورځي هستوګنه يې سبا ته نسي ساتل کېدلاى .
ماليت : د يو شي ماليت د ټولو خلکو يا د يو شمېر خلکو په تمول يعني مال ګرځولو ثابت کيږي .
هغه شى چي هيڅوک يې هم په کار نه لري هغه ته مال نه ويل کيږي .
مال مُتَقَوِّم : مال مُتَقَوِّم هغه مال ته وايي چي د هغه څخه استفاده او ګټه اخيستل په شريعت کي جايز وي .
مثلاً : خنزير مال بلل کيږي ، ځکه چي کفارو ته داسي قدر لري لکه موږ ته چي پسه قدر لري ، ليکن د مسلمان په حق کي مُتَقَوِّم مال نه دى ، ځکه د خنزير څخه استفاده او ګټه اخيستل د مسلمانانو د پاره ناجايزه ده .
دغنمو فقط يوه دانه مال نه بلل کيږي ، ځکه د غنمو يوه دانه څوک په کار نلري ، ليکن مُتَقَوِّم شى بلل کيږي ، ځکه د غنمو د يوې داني څخه هم که څوک استفاده کوي په شريعت کي جواز ورته لري .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي