حواله او کفالت دواړه د استيثاق يعني باور لاس ته راوړلو تړونونه دي ، د دواړو ترمنځ فرق دادى ، چي په کفالت کي د دائن پور د اصيل پر ذمه د پخوا په شان پاتيږي خو د اصيل سره د کفيل څخه يې هم مطالبه کولاى سي .
په حواله کي پور د مُحِيل د ذمې څخه د مُحال عليه و ذمې ته نقليږي .
مثال : د زيد پر بکر پور باندي دى ، خالد د بکر د پيسو ضمانت وکړ او کفيل يې سو ، پدې مثال کي د زيد پور د پخوا په شان پر بکر باندي دى ، د بکر څخه يې مطالبه او غوښتنه کولاى سي خو د دې تر څنګ د خالد څخه يې هم مطالبه کولاى سي ځکه هغه د بکر کفالت يعني ضمانت کړى دى.
خو که چيري بکر پر خالد حواله ورکړي ، زيد او خالد يې حواله قبوله کړي دلته بيا زيد د بکر څخه د پيسو مطالبه نسي کولاى ، ځکه د بکر غاړه د پور څخه خلاصه سوه ، د زيد پور نور د خالد پر ذمه دى او د هغه څخه يې مطالبه کولاى سي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي