د وکالت ډولونه
وکالت پر دوه ډوله دى :
عام وکالت .
خاص وکالت .
عام وکالت
که مُوَكِّل کار د وكَيْل و راي او نظر ته وسپاري نو هغه ته عام وکالت وايي مثلاً: وكَيْل ته ووايي: هر هغه شى چي ستا خوښ وي ما ته يې رانيسه يا ورته وايي : هر ټوکر چي ستا خوښ وي ما ته يې رانيسه يا په نورو دا ډول الفاظو کار ور وسپاري چي عام وکالت ځني فهمول کيږي .
په عام وکالت کي که څه هم د مُوَكَّل فِيهِ نوع او قيمت بيان نه کړل سي بيا هم صحيح کيږي ، ځکه چي د نوع او قيمت ټاکنه او اختيار يې وكَيْل ته سپارل سوى دى .
خاص وکالت
که مُوَكِّل کار د وكَيْل رايي او نظر ته و نه سپاري او نه هغه ته عام او تام اختيار ورکړي هغه ته بيا خاص وکالت وايي .
د يو شي د رانيولو خاص وکالت هغه مهال صحيح کيږي چي مُوَكِّل وكَيْل ته د مُوَكَّل فِيهِ جنس او نوع بيان کړي يا يې جنس او قيمت ورته بيان کړي ، څو وكَيْل وکولاى سي د خپل مُوَكِّل امر پرځاى کړاى سي ، ځکه چي د رانيولو په شي کي که زيات جهالت راسي نو هغه وکالت نه صحيح کيږي .
يو جنس چي مختلف انواع او ډولونه ولري د هغه نوع هم بايد بيان سي ، ځکه تنها د جنس په بيانولو يې جهالت له منځ څخه نه پورته کيږي او که نوع يا قيمت يې هم وكَيْل ته بيان سي نو بيا د شي نامعلومتيا تر ډېره حده کميږي .
که مُوَكِّل د رانيولو د شي جنس او نوع وكَيْل ته وښوي ليکن د شي اعلي ، متوسط او ادنى درجه ورته ونه ښوي مثلاً : فقط دونه ورته ووايي چي يو پسه را رانيسه بيا يې هم وکالت صحيح کيږي ځکه وکالت د لږ جهالت او نامعلومتيا سره هم صحيح کيږي .
که مُوَكِّل وكَيْل ته ووايي : ما ته ټوکر را رانيسه يا ورته ووايي : حيوان را رانيسه ، يا ورته ووايي سراى را رانيسه ، دا ډول وکالت نه صحيح کيږي ، ځکه چي سرايونه د ښار ، منطقې ، ګاونډيانو او تعمير په لحاظ د بېلو بېلو انواعو په شان دي او يو د بل څخه ډېر تفاوت لري .
دغه ډول آسان ، غوايي ، پسونه او اوښان ټول حيوانان دي البته په نوع کي يو د بل څخه بېل بېل دي .
همدا راز ټوکران د مادې په اعتبار ورېښمين ، نخي ، پشمي او د صنع او جوړښت په اعتبار افغاني ، جاپاني ، پاکستاني او داسي نور مختلف انواع لري .
که د سراى د رانيولو قيمت يا تعميراتي جوړ او منطقه يي هم ورته بيان کړي نو بيا يې وکالت صحيح کيږي دغه ډول که د حيوان او ټوکره نوع يا د رانيولو قيمت هم ورته بيان کړى بيا يې وکالت صحيح کيږي
.
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله