تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۵۲۱)
نوم: عبدالوحد
سوال : د ښځي حجاب څه شی دئ
جواب :
حامدًا ومصلياً
د ښځي د پاره حجاب یعني ستر فرض دی، یو په لمانځه کي دی او بل د لمانځه څخه دباندي دى.
په لمانځه کښي به ښځه بغیر د لاسو څخه تر مړوندو پوري او د مخ څخه او د پښو څخه تر بجلکو پوري نور ټول بدن پټوي.
او د لمانځه څخه دباندي د هغو کسانو په مخ کي چي هغه محرم وي یعني په ټول عمر یې نکاح نه ور سره صحیح کیږي بیا به هم ټول بدن پټوي بغیر د دغو پورته ذکر سوو دریو ځایو څخه (لکه مخ، لاسونه...) او د نامحرمو خلګو په مخ کي به مخ لاسونه او پښې هم نه ښکاره کوي، ولي چي په دغه کار سره د فتنې بېره سته (او فتنه اوس یقیني ده).
جواب:عبدالسلام
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادی اغا مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسیني
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَبَدَنُ الْحُرَّةِ عَوْرَةٌ إلَّا وَجْهَهَا وَكَفَّيْهَا وَقَدَمَيْهَا . لِقَوْلِهِ تَعَالَى: وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا. تبیین الحقایق شرح کنز الدقائق: ج۱ ، ص۴۵۹ .
(٢) : وَجَوَازِ النَّظَرِ إلَيْهِ فَحِلُّ النَّظَرِ مَنُوطٌ بِعَدَمِ خَشْيَةِ الشَّهْوَةِ مَعَ انْتِفَاءِ الْعَوْرَةِ وَلِذَا حَرُمَ النَّظَرُ إلَى وَجْهِهَا وَوَجْهُ الْأَمْرَدِ إذَا شَكَّ فِي الشَّهْوَةِ وَلَا عَوْرَةَ ، تبيين الحقايق شرح کنزالدقائق: ج١ ، ص٤٥٩