تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عسل د قرآن او حدیث په رڼا کي
 
  October 13, 2015
  0

رالېږونکی: محمد شریف حلیم

عسل د هغه منصوصي یا الهامي طب مثال دئ چي په قطعي وحي یا نص سره ثابت دی. همدغه عسل ، چي د زیاتو ناروغیو د درملني کیفیت الله تعالی پکښي پیدا کړئ دي او د شفا صفت ورته ورکړی دئ لکه څنګه چي الله جل جلاله  د النحل د سورت په ۶۸- ۶۹ نمبر ایتونو کي فرمايي:

وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (68) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (69).


او ستا رب موچیو ته وحي وكړه چي په ځينو غرونو، ځينو ونو او ځينو هغو ځايونو كي كورونه جوړ كړه چي (خلك) ئې لوړ جوړوي، بيا هر ډول مېوې وخوره او د خپل رب پر لارو منقاد درومه، له گېډي ئې داسي چښاك راوځي چي رنگونه ئې ډول ډول دي او په هغه كي د خلكو لپاره شفاء (درملنه) ده، يقيناً چي په دې كي هغو وگړو ته څرگنده نښه ده چي تفكر كوي.

په عسلو سره درملنه د قرانکریم قطعي نص باندي ثابته ده او که څوک انکار ورڅخه وکړي د تفسیر قرطبي په حواله زندیق دئ.

ځکه د قرانکریم د صریح نص څخه یې انکار کړی دئ همدغه راز د موضوع اړوند د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  حدیث هم ښودنه کوي، چي رسول صلی الله علیه وسلم  ته یو نفر راغلی او ورته وویل زما ورور ته د اسهال مریضي ور پېښه سوې ده، د الله رسول صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل: (اسْقِهِ عَسَلاً)، عسل ورکړه چي هغه کس د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم  ته درې ځله راغلی نو  د الله رسول صلی الله علیه وسلم  به همدغه ورکوي بالاخره دغه کس څلرم ځل هم راغی او دا شکایت یې راوړی نو  د الله رسول صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمایل:
 
صَدَقَ اللَّهُ وَكَذَبَ بَطْنُ أَخِيكَ اسْقِهِ عَسَلاً فَسَقَاهُ فَبَرَأَ،
یعني الله تعالی رښتیا فرمایلي: چي په عسلو کي شفا ده او ستا د ورور ګېډه د درواغمجنه ده، عسل ورکړه، نو کله چي يې څه نور عسل ورکړل هغه جوړ سو. ترمذی: ص۱۸۶، حدیث نمبر۲۰۸۲.

که موږ وګورو د اسلام دښمنان هم د تجربو په نتیجه کي په اعتراف کړي چي شات د ډېرو ناروغیو له پاره درمل دی چي د نموني په توګه د روسي او ایټالوي ډاکترانو څو تجربې دلته راوړو په ۱۹۶۵ ع کال روسي ډاکټرانو اعلان وکړ چی د څیړني او تحقیق په نتیجه کي دوی ته ثابته سوه چي په عسلو کي د څلویښت (۴۰) ناروغیو له پاره درمل سته، چي هغه څلویښت نارغۍ دوی پر خپل ویب پانه باندي تفصیلي لیکلي دي.

۲- یو ایټالوی ډاکټر بی اینګوډوبین نومیږي، د مچیو د طبعي شاتو په هکله د خپل طبي تجربې په نتیجه کي ویلي دي له دې امله چي په شاتو کي د پوتاشیم عنصر موجود دئ د شاتو په استعمال سره مکروبونه او هر ډول جراثیم له منځه ځي.
 
همدا ډول ابن القیم رحمه الله په زاد المعاد نومي کتاب کي لیکلي او هغه ناروغۍ چي په عسلو یې درملنه کیږي ډیري یادي کړي خو موږ ځیني د نمونې په توګه یادوو :

  • حافظه پیاوړي کوي، او د نسیان مریض ته ګتور او مفید دي.
  • د اسهال له پاره ګټور او مفید دي خو هغه اسهال چي د خوراک له امله وي. 
  • بلغمي ټوخی له منځه وړي.
  • او د یخ له امله چي کوم زکام وي هغه له منځه وړي.
  • غاښونه صفا کوي او هر ډول رنګ ئې له منځه وړي.
  • هر ډول زخمونه که زاړه وي او که نوي وي په بدن کي دننه وي او که بهر، شات ئې جوړوي او داسي نور.........
 
د عسلو په اړه نور ساینسي او معلوماتي لیکني

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته