تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۶۰)
نوم: حامد
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )
سوال : زه د یوه شخصي شرکت سره کار کوم موږ د فوائد عامي څخه سړک نیولی دی ترڅو چي قیر ئې کړو، نو زما د پوښتني مطلب دادی چي دغه کار روا دی او که ناروا او همدا رنګه که چیري سړک، شفاخانه او یاهم ځای جوړول د کومي خارجي کمپنی څخه ونیول سي څنګه دی؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د سړک، روغتون او نورو عامه ګټو او شخصي و دانیو جوړول یا د ودانۍ جوړولو په شرکتونو کي اجیر کېدل جواز لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): استاجر مسلما لبنا بیعة او کنیسة او لنحت طنبور یحل له الا جر و یطیب الا انه یاثم الاجیر لانه اعانة علی المعصیة. الفتاوي الکاملیة: ص۱۹۷، کتاب الاجارة.
(۲): وإذا استأجر الذمي مسلما ليحمل له ميتة أودما يجوز عندهم جميعا... الخ .
وإن استأجره لينحت له طنبورا أو بربطا ففعل طاب له الأجر. الفتاوي الهندیة: ج۴، ص۴۵۰.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان