تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۴۵۸)
نوم: احمد جاويد
سوال : دمضاربت معامله څنګه ده ؟
جواب :
حامداً و مصليًا
د مضاربت معامله صحيح ده (١) ، او شرعي معامله ده خو د شرطونو مراعت به کوي (٢) ، چي هغه دادي:
١- پيسي به وي يعني رب المال به وکارکوونکي ته پيسي ورکوي که ماسيوا د پيسو چي نور سامان يا حيوان وي مضاربت نه صحيح کیږي .
٢- يوه معينه ګټه به د يوه لپاره نه وي هرڅونه ګټه چي وي هغه به سره شريکوي.
٣- پيسي به و کارکونکي ته تسليموي د مال خاوند به په کار کي مداخله نه کوي.
٤- که د يوځاى يا د يو خاص سامان تعين ورته وکړي د هغه مخالفت به نه کوي.
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفارحسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندها رافغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ولا تصح الابالمال الذى به الشرکة ومن شرطها أن يكون الربح بينهما مشاعا الخ.هدايه: ج٣ ،ص٢٥٨ کتاب المضاربت .
(۲): اتفق أئمة المذاهب على جواز المضاربة بأدلة من القرآن والسنة والإجماع والقياس. الفقه الاسلامي: ج۴ ، ص۸۳۷ ، المطلب الاول تعريف المضاربة ومشروعيتها .