لیکنه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تکبیرات تشریق له لاندنیو کلماتو څخه عبارت دي :
« اَللَّهُ أَكْبَرُ، اَللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ، اَللَّهُ أَكْبَرُ، لِلَّهِ وَالْحَمْدُ »
۱مسئله : د تکبیرات تشریق د پيل وخت: نوموړي تکبیرونه په مفتيْ بِهِ مذهب باندي د درویشتو (۲۳) لمونځونو وروسته ویل کیږي ، چي پیل يې د عرفات د ورځي دسهار د لمانځه وروسته دی، بیا دلوی اختر د څلورمي ورځي تر مازدیګر پوري ویل کیږي ، چي ټول درویشت لمونځونه کیږي .
۲مسئله : دتکبیرات تشریق د ویلو شرطونه او حکم : دا تکبیرونه په یاد سوو ورځو کښې د هر فرضي لمانځه وروسته دستي ( بېله ځنډه ) په هر بالغ نارینه ، ښځي ، مقیم ، مسافر ،د ښار او صحرا په خلکو، منفر د(یوازي لمونځ کوونکي ) او په جماعت سره لمونځ کوونکي باندي یو (۱) ځل ویل يې واجب او درې (۳) ځله ویل يې مستحب دی.
۳مسئله : نارینه به دا تکبیرونه په لوړ آواز سره وایي او ښځي به دا تکبیرونه په کښته آواز سره وايي ، ځکه د ښځي آواز عورت دی .
یادونه : دا تکبیرونه په میانه لوړ آواز باندي ویل يې ضروري دي ډېر خلک په دې کښې غفلت کوي ، یا يې نه وايي او یا يې په ډېر کښته آواز سره وايي .
۴مسئله : د لوی اختر د لمانځه وروسته که دا تکبیرونه ووایي هیڅ پروا نه لري ځکه د اختر لمونځ هم په جماعت سره دا د جمعې د لمانځه په ډول سو ( د جمعې د لمانځه وروسته دا تکبیرونه ویل کیږي ) او بل د اختر په ورځ زیات خلک را جمعه سوي وي، نو تکبیرونه به وايي .
۵مسئله : که د امام څخه تکبیرات هېر سول په مقتدي باندي دا واجب دی چي تکبیرات به وايي.
۶مسئله : مسبوق ( هغه کس چي په امام پسې اقتداء وکړي خو یو څو رکعته ور څخه تیر سوي وي ) دغه مسبوق کله چي خپل لمونځ یې پوره کړل نو بیا به یواځي تکبیرات تشریق وایي .
۷مسئله : که د چا څخه تکبیرونه هېر سول او په همدې حالت کښې د مسجد څخه وتلی وي یا يې په قصدیا هېره سره خبري وکړې یا په قصد سره بې اودسه سو تکبیرونه ورڅخه ساقط سول ، البته که چیري په خپل ځای ناست ؤ، نو یواځي په ځنډ سره تکبیرونه نه ساقطیږي ، ویل يې پرې ضروري دي .
۸مسئله : که د تشریق په ورځو کښې د چا څخه لمونځ هېر سي نو که ددغه کال د تشریق په ورځو کښې ور پیاد سي ، نو د لمانځه قضآء به راوړي او تکبیرات تشریق به هم وايي .
۹مسئله : او که يې د تشریق په ورځو کښې د لمانځه قضأء را نه وړه ، یا يې د مخکني کال د تشریق د ورځو د لمانځه قضأء يې د بل کال د تشریق په ورځو کښې راوړه، نو تکبیرونه ساقط سول بیا به يې نه وايي .
۱۰مسئله : که د چا څخه د تشریق له ورځو مخکښې لمونځ قضأء سوي وي او د تشریق په ورځو کښې يې قضأء راوړي نود تشریق تکبیرونه به نه وايي .
(الدرالمختار ج:۱ص: ۱۱۴کتاب الصلاة ، باب العیدین ، الردالمحتار ج: ۳ص: ۶۱ـــ۶۶،عالمګیري ج:۱ص:۱۵۲،قول الراجح ج :۱ص: ۱۵۰ــ۱۵۲، فتاوای حقانیه ج:۳ص:۱۳۹ـــ۱۴۱،أحسن الفتاوای ج:۳ص:۳۹۵ او۴۰۰، فتاوای فریدیه ج: ۳،ص:۲۰۸ــ۲۱۰،).
www.taleemulislam.net