ليکوونکي: نوراحمد نوري
په عام ډول باندي د خلګو دا عادت دى، که د هغوس په مخ کي د چا بدۍ بيانېږي، نو يا خو به د غيبت کوونکۍ سره په مجلس کي داخلېږي او يا به چپ پاته کېږي حال دا چي دا د شريعت موافق طريقه نه ده.
د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: من اغتيب عنده أخوه المسلم فلم ينصره وهو يستطيع نصره أدركه إثمه في الدنيا والآخرة. (الترغيب و الترهيب:ج٣.ص٣٣٤.)
ژباړه: د چا په وړاندي چي د هغه د مسلمان ورور غيبت کېږي او هغه د طاقت سره (د هغه د دفاع کولو) د هغه مسلمان ورور مرسته نه کوي نو دغه سړى ته به (د خپل مسلمان ورور د طرف څخه د دفاع نه کولو په سبب) د دنيا او آخرت گناه وي.
د دې حديث څخه معلومېږي چي د غيبت په اورېدلو سره چپوالی غوره کول گناه ده. حتى اﻻمکان په خپل مسلمان ورور باندي د ښه اعتماد په خاطر د هغه د صفايي کولو اهتمام پکار دى، او دا اهتمام کول ډېر د اجر او ثواب باعث دى. نبي کريم صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمايلي دي چي کوم سړى چي د خپل وس مطابق د مغتاب سړى د طرف څخه صفايي وکړل نو الله تعالى به په دنيا او آخرت کي د هغه مرسته کوي.(الترغيب: ج٣، ص٣٣٥.)
امام عزالى رحمة الله عليه په احياء العلوم کي ليکلي دي کله چي څوک د چا چغلگري يا غيبت واوري نو په هغه باندي د شپږو خبرو التزام ضرور دى:
١. د چغلگر په شکايت هيڅکله هم باور و نه کړي، ځکه دغه د خبرو کولو شرعاً فاسق دى.
٢. چغلگر په دغه غلط کار خبر کړى...
٣. د چغلگر دغه کار د زړه د اخلاصه بد وگڼئ، او په دې وجه د هغه څخه د ناخوښی اظهار وکړئ.
۴. د چا چي چغلگري وسي په هغه باندي دي څوک نه بد گومان کېږي.
٥. چغلگر چي کومه خبره تاسو ته در ورسوي د هغه په باره کي تحقيق او څېړنه مه کوئ.
٦. د چغلگر کار دي بل چاته نه بيانوي ځکه بيا خپله د چغلگری په درجه کي راځي. احياء العلوم:٣/٩٤.
ماخذ: د الله جل جلاله څخه شرم وکړئ