ژباړه : نثار احمد اسلام مل
لمړى: زموږ پوهه او علم: له هغه څخه د ګټي نه اخیستلو په وجه باندي ضایع کوو .
دوهم: زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونو په کولو سره ضایع کوو .
دريم: زموږ شتمنۍ: په هغه شیانو ضایع کوو، چي زموږ له پاره اجر (د آخرت ګټه) نلري . موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چي نه په دې دنیا کي او نه هم په آخرت کي و موږ ته ګټه رسوي .
څلورم: زموږ زړونه: د الله جل جلاله د محبت په نشتوالي، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوسایني او د آرامۍ په نشتوالي یې ضایع کوو او د دې ټولو پر ځای زموږ په زړونو کي نورو بېځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي دئ .
پنځم: زموږ وجود: د الله جل جلاله د عبادت او د هغه په لاره کي د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو .
شپږم: زموږ مینه: زموږ احساساتي مینه پر غلطه لار روانه ده او د الله جل جلاله پر لوري نه ده روانه، بلکه په نورو شیانو او خلکو پسي روانه ده او بېشکه چي موږ هغه ضایع کوو.
اووهم : زموږ وخت: ددې له پاره ضایع کیږي، چي سمه ګټه ورڅخه نه اخلو او ددې له پاره چي پخوانى دور مو جبران کړئ وي نو باید صحیح او اخلاقي کارونه سرته ورسوو .
آتم: زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو ضایع کوو، چي قطعاً فایده نلري، تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری او ټولني او خلکو ته تاوان رسوي .
نهم: زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړي له پاره ضایع کوو، چي هغه موږ الله جل جلاله ته نه نژدې کوي او نه هم په دنیا کي وموږ ته ګټه رسوي.
لسم: زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږی چي هیڅ کله د الله جل جلاله په یاد کي نه کیږي او یا هم زموږ پر زړه باندي هیڅ اغېزه نه کوي .
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه