ليږونکی: نظيف الله ﴿ځلاند﴾ كابل 2017-06-19
رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دخپل عمر د پای په ورځو کې د وحي په ذريعه د ليلة القدر د شپې مشخصه نېټه وښودل شوه .
له ده مبارک سره چې د امت غم و، نو سم له لاسه را ولاړيږي او د مسجد نبوي په لوري حرکت کوي ، تر څو خپل امت د دغې مبارکې شپې د مشخصې نېټې څخه خبر کړي .
که ګورې چې په لارې کې دوه کسان سره په جنګ اخته دي ، مبارک هم ورګرځي ، تر څو د دوی تر مينځ شخړه ختمه کړي ، بالآخره ترلږ ځنډ وروسته چې کله شخړه ختميږي ، نو دليلة القدر هغه مشخصه نېټه هم د ده مبارک له ذهن څخه وځي او واپس مبارک خپه خپل کور ته راګرځې .
فايده : دجنګ له نحوسته دا دی ټول امت نن د دغې مبارکې شپې له برکته محروم دی .