تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مازیګر په لمانځه کي فجر راګرځول
 
  June 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۴۹)

نوم: پرديس

سوال : که چیری د یو انسان څخه د سهار لمونځ او د غرمې لمونځ قضا سي او دی دمازیګر دلمانځه ترمخه یوازی فرض راوګرځوي ایا دا جایز دی. او که د مازیګر جماعت ولاړ وي او دی ترمخه قضایی راوګر ځوی او وروسته فرض وکي ؟ که په دې اړه که مو معلومات راکى،  مننه

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د اول سوال جواب دادى چي يوازي فرضي لمونځ راګرځول کیږي  سنت نه را ګرځول کيږي. 

دوهم سوال جواب دادى چي لومړى قضائي لمونځ را ګرځول ضروري دى، اګر که جماعت ولاړ وي، دا حکم هغه وخت دى چي تاسي صاحب ترتيب ياست.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ثُمَّ اخْتَلَفَ الْحَنَفِيَّةُ فِي قَضَاءِ هَذِهِ السُّنَنِ تَبَعًا لِلْفَرْضِ ، فَقَال بَعْضُهُمْ : يَقْضِيهَا تَبَعًا... وَقَال بَعْضُهُمْ : لاَ يَقْضِيهَا تَبَعًا: وَهُوَ الأْصَحُّ. الموسوعة الفقهية: ج٣٤، ص٣۷. 

(٢): وقد مها على فرض الوقت. الهدايه: ج١، ص١٣٧. چاپ حبيبية.

(٣): مَنْ شَرَعَ فِي صَلاَةٍ فَائِتَةٍ وَأُقِيمَتِ الْحَاضِرَةُ فِي الْمَسْجِدِ فَإِنَّهُ لاَ يَقْطَعُ. الموسوعة: ج٣٤، ص٣۷.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجوب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته