تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (٨۵۶)
نوم: سيد احمد سامع
سوال : که د يوه سړي لاسونه مردار وي او په روغنو سره خپل سره غوړ کړي يا دده د سر ويښتان هم مردار سول لمونځ ورسره صحيح دى او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
که لاسونه په وينه، يا بولو او يا بله مردارۍ سره لړلي وي او روغن په لاس کي را واخلي په سر ئې و موږي سر په غوړ کړي نو وريښتان هم مردار سول، لمونځ ورسره صحيح نه دى، تر څو چي پريولي ئې نه وي، او که فقط بې اودسه وي په لاسو باندي ئې مرداري نه وي، بيا وريښتان پاک دي، لمونځ ورسره صحيح دى، حتي اوبه لاهم نه په مرداريږي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): إذا أدخل المحدث أو الجنب إذا أدخل يده في الإناء للاغتراف وليس عليها لا يفسد الماء. الفتاوي الهندية: ج١، ص١٥، هامش خانية.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان